۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

يو سل او اتۀويشتم زبور

يروشلم ته د ختلو سرود

۱ بختور دى هغوئ ټول څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى،

او څوک چې د هغۀ په لارو روان وى.

۲ تاسو به د خپل محنت مېوه وخورئ،

برکتونه او خير به ستاسو وى.

۳ او ستا ښځه به لکه د مېوه داره انګورو بوټى په شان وى،

او ستا زامن به لکه د زيتون بوټى په شان وى،

ستا د دسترخوان نه به راچاپيره وى.

۴ نو دغه شان سړے به بختور وى،

څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى.

۵ د صيون نه دې مالِک خُدائ تا له برکت درکړى،

او تۀ په خپل ټول ژوند کښې د يروشلم آبادى وګورې.

۶ او تۀ دې تر هغې پورې ژوندے پاتې شې

چې د خپلو بچو بچى وګورې،

په بنى اِسرائيلو دې سلامتيا وى.