۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

يو سل او دېرشم زبور

يروشلم ته د ختلو سرود

۱ اے مالِکه خُدايه، لاندې د ژورې نه تا ته ژړا کومه،

۲ مالِکه خُدايه، زما ژړا ته غوږ شه، او په ما رحم وکړه.

۳ اے مالِکه خُدايه، کۀ تا، د ګناهونو حساب کړے وے،

اے مالِکه خُدايه، نو څوک ستا مخکښې ودرېدے شى؟

۴ خو تا سره د معافۍ امکان شته دے،

نو په دې وجه خُدايه، چې مونږ ستا په يره وپوهېږو.

۵ زۀ د مالِک خُدائ انتظار کومه، او زما روح هم انتظار کوى،

او زما اُميد د هغۀ په کلام باندې دے.

۶ زما روح د مالِک خُدائ انتظار کوى،

د يو څوکيدار نه زيات څوک چې د سحر کېدو انتظار کوى،

آو، د يو څوکيدار نه زيات څوک چې د سحر کېدو انتظار کوى،

۷ اے بنى اِسرائيلو، د مالِک خُدائ اُميد ساتئ،

د مالِک خُدائ مينه ابدى ده

او هغۀ سره پوره خلاصون دے.

۸ او هغه په خپله به د هغوئ د ټولو ګناهونو نه

د بنى اِسرائيلو فديه ورکړى.