۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

يو سل او اوويشتم زبور

د حضرت سليمان يروشلم ته د ختلو يو سرود

۱ ترڅو چې مالِک خُدائ يو کور جوړ نۀ کړى،

د هغې د جوړونکى محنت بې‌کاره دے.

ترڅو چې د خُدائ نظر په ښار نۀ وى،

د هغې چوکيداران بې‌کاره ولاړ وى.

۲ خوراک پسې وختى پاڅېدل

او تر ناوخته ويښ پاتې کېدل بې‌فائدې دى،

خُدائ پاک چې چا سره مينه کوى

کۀ هغه اودۀ وى نو ورته خوراک ورکوى.

۳ د مالِک خُدائ د طرف نه زامن ميراث دے،

ماشومان د هغۀ د خوا نه اجر دے.

۴ لکه څنګه چې د جنګيالى په لاس کښې غشى وى،

داسې وى لکه د چا چې په ځوانۍ کښې زامن وى.

۵ هغه څوک به بختور وى،

چې د چا چې تيلۍ د دغه شان غشو نه ډکه وى،

نو دوئ به ونۀ شرمولے شى،

کله چې دوئ د ښار په دروازو کښې د دشمن سره په مقابله شى.