۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

يو سل او شپږويشتم زبور

يروشلم ته د ختلو سرود

۱ کله چې مالِک خُدائ شړلے شوى قېديان واپس صيون ته راوستل،

مونږ د هغه خلقو په شان وُو چا چې خوب ليدلے وى.

۲ زمونږ خولې د خندا نه ډکې وې،

او زمونږ په ژبو چې د خوشحالۍ سندرې وې.

نو بيا دا د قومونو په مينځ کښې وئيلے کېدل،

چې، ”مالِک خُدائ د هغوئ دپاره لوئ کارونه کړى دى.“

۳ مالِک خُدائ مونږ له لوئ کارونه کړى دى،

او مونږ ډېر خوشحاله شو.

۴ مالِکه خُدايه زمونږ حالات دوباره په ځائ کړه،

لکه څنګه چې نِهرونه صحراګانې تازه کوى.

۵ څوک چې په اوښکو سره کَر وکړى،

نو هغوئ به لَو په خوشحالۍ سره وکړى.

۶ او څوک چې په ژړا سره بهر ته ځى،

او تخم د کَرلو دپاره وړى،

خو هغوئ به په سندرو او خوشحالۍ سره واپس راشى،

کله چې ګېډۍ په لاس کښې راوړى.