د زبورونو کتاب

یوسلو اووه ویشتم زبور

څښتن د کور جوړوونکی دی

(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره او د سلیمان زبور)

۱ ترڅو څښتن جوړ نه کړي کور

نو بې‌فایدې به وي د جوړوونکو کار

ترڅو څښتن ونه ساتي هغه ښار

نو بې‌فایدې به وي ولاړ ورته پهره‌دار

۲ دا بې‌فایدې ده چې سخت کار وکړئ خواړه پیدا کړئ

چې شپې ویده شئ تر ناوخته، سهار وختي پاڅېږئ

ځکه څښتن ورکوي رزق هغو ته چې مینه کړي ورسره

که ویده هم پراته وي

۳ اولادونه دي تحفې د څښتن له خوا نه

او ماشومان دي اجر د هغه

۴ په ځوانۍ کې چې زامن د چا پیدا شي

لکه غشي چې وي لاس کې د عسکر

۵ بختور هغه سړی دی چې وي کڅوړه یې

له داسې غشو ډکه

ماتې به هېڅکله ونه خوري هغه

چې شي دعوه یې له دښمنه سره

د جرګې په ځای کې