د زبورونو کتاب

یوسلو اته ویشتم زبور

د څښتن څخه د اطاعت کولو اجر

(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)

۱ بختور دي هغه خلک چې وېریږي له څښتنه

او څوک چې روان وي د هغه په لاره

۲ ستاسو کار به کړي پوره ضرورتونه ستاسو

اوسئ خوشحاله او نېکمرغه به یئ

۳ ستا ښځه به ستا کور کې وي

لکه د مېوه‌دارو انګورو د تاک په شان

او ستا اولادونه به وي د زیتون د ونو په شان

وي به راتاو په دسترخوان د ستا

۴ هغه خلک به بختور وي

چې کوي وېره له څښتنه څخه

۵ له صهیونه دې څښتن برکت درکړي درته

چې په ټول ژوند کې دې ته وینې اورشلیم اباد

۶ او تر هغې دې یې ژوندی چې دې لمسیان ووینې

سلامتي دې وي په اسراییلو باندې!