د زبورونو کتاب

یوسلو شپږویشتم زبور

د اسیرتوب څخه وروسته د خوشبختۍ دپاره دعا

(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)

۱ کله چې بېرته څښتن راوستلو مونږه

اورشلیم ته له اسارته څخه

معلومېده داسې چې مونږ لیدلی دی کوم خوب

۲ څومره مونږ وخندل

او د خوشحالۍ نه مونږ ووهلې چیغې

بیا نورو قومونو داسې وویل زمونږ په هکله

څه عجیبه کارونه وکړل څښتن هغوی ته

۳ په رښتیا چې څښتن وکړل مونږ ته عجیبه کارونه

څومره خوشحاله وو مونږ

۴ مونږه څښتنه یوځل بیا خوشبخت کړه

لکه باران چې بېرته راولي اوبه وچو سیندونو ته

۵ څوک چې په خپلو اوښکو کښت کوي

د خوشحالۍ په چیغو به هغه لو کاندي

۶ څوک چې وځي په ژړا دباندې

او هغه وړي تخم د کښت دپاره

بېرته به راوړي خپل حاصل د خوشحالۍ په چیغو