۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

يو سل او پينځويشتم زبور

يروشلم ته د ختلو سرود

۱ هغوئ څوک چې په مالِک خُدائ ايمان لرى د صيون د غرۀ په شان دى،

کوم چې نۀ خوځيږى او د تل دپاره قائم دے.

۲ لکه څنګه چې غرونه د يروشلم نه راتاو دى،

نو دغه شان مالِک خُدائ د خپلو خلقو نه راتاو دے

يعنې د اوس نه تر ابده پورې.

۳ د بدعملو حکومت او اقتدار به پاتې نۀ شى،

په هغه زمکه کومه چې صادقانو ته ورکړے شوې ده،

ځکه هسې نۀ چې صادقان هم په بد عملونو باندې اخته شى.

۴ اے مالِکه خُدايه هغوئ سره ښۀ کوئ څوک چې ښۀ وى،

هغوئ سره د چا چې زړونه صادق وى.

۵ خو هغوئ څوک چې بدو او کږو لارو ته اوړى،

مالِک خُدائ به هغه بدکاران وشړى،

سلامتيا دې په بنى اِسرائيلو وى.