د زبورونو کتاب

یوسلو پنځه ویشتم زبور

د خدای د قوم امنیت

(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)

۱ څوک چې څښتن باندې توکل کوي

دي د صهیون د غره په شان هغوی

چې هېڅکله نه لړزیږي او ټینګ وي تل دپاره

۲ لکه څنګه چې ساتنه کیږي له اورشلیم نه

په غرونو له هرې خوا نه

داسې څښتن کوي ساتنه د خپل قوم څخه

له همدا‌اوس نه تر ابده پورې

۳ بدکاران به همېش نه کوي حکومت

په هغې ځمکې چې ورکړل شوې ده نېکانو ته

هسې نه چې نېکان خلک شي اخته بدو کارونو باندې

۴ کوم خلک چې ښه وي ای څښتنه، کوه ښه ورسره

د هغه چا سره چې زړونه یې پاک وي

۵ خو بدکارانو ته چې څښتن کله سزا ورکوي

نو سزا دې ورکړي هغو کسانو ته هم

چې ګرځېدلي ستا له لارې څخه

سلامتي دې وي په اسراییلو باندې