۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

يو سل او څليريشتم زبور

د حضرت داؤد يروشلم ته د بره ختلو يو سرود

۱ کۀ چرته مالِک خُدائ زمونږ مل نۀ وے،

نو بنى اِسرائيل دې داسې وائى

۲ کۀ چرته مالِک خُدائ زمونږ مل نۀ وے،

کله چې خلقو په مونږ حمله وکړه،

۳ کله چې هغوئ زمونږ خلاف سخت په قهر وُو،

نو دوئ به مونږ ژوندى تير کړى وُو.

۴ نو سېلاب به مونږ راګېر کړى وُو،

او خوړ به مونږ جارُو کړى وُو.

۵ او غضبناکو اوبو به مونږ لاندې کړى وُو.

۶ مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى،

څوک چې به مونږ د هغوئ د غاښونو شلولو ته ورنۀ کړى.

۷ مونږ لکه د مرغۍ په شان د ښکارى د دام نه وتښتېدلو،

او جال شلېدلے وو او مونږ ترې وتښتېدلو.

۸ زمونږ مدد د مالِک خُدائ په نوم کښې دے،

چې د آسمان او زمکې جوړونکے دے.