د زبورونو کتاب

یوسلو څلورویشتم زبور

څښتن د خپل قوم ساتونکی دی

(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره او د داود زبور)

۱ راکړئ ځواب ای د اسراییلو قومه

څه به شوي وای په مونږه

که څښتن نه وای طرفدار زمونږه

۲ که څښتن نه وای طرفدار زمونږه

کله چې وکړه حمله خلکو په مونږ باندې

۳ کله چې دوی وو ډېر په قهر په مونږ

دوی به تېر کړي وای ژوندي مونږه

۴ بیا به مونږ وړي وای سېلاب

او لاندې کړي به اوبو وای مونږه

۵ او غړمبېدونکو څپو به وای ډوب کړي مونږه

۶ ثنا او صفت دې وي څښتن ته

چې پرې یې نښودلو چې

مونږه ښکار شو د دښمن د غاښو

۷ لکه مرغۍ په شان یو مونږه تښتېدلي

د ښکاري له دامه

هغه دام وشلېده او مونږه ترې وتښتېدو

۸ مونږ ته کومک رارسي د څښتن له خوا نه

چا چې جوړ کړی دی اسمان او ځمکه