۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

يو سل او درويشتم زبور

يروشلم ته د بره ختلو يو سرود

۱ ما خپلې سترګې تا ته نيولې دى،

تا ته د چا تخت چې په آسمان کښې دے.

۲ لکه څنګه چې غلام د خپل مالِک لاس ته ګورى،

او لکه څنګه چې وينځه د خپلې بى‌بى لاس ته ګورى،

نو دغه شان زمونږ سترګې د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته ګورى،

تر هغې چې هغه مونږ ته خپل رحم وښائى.

۳ په مونږ باندې رحم وکړه، اے مالِکه خُدايه، تۀ په مونږ ورحمېږه،

ځکه چې مونږ د حد نه زيات سپک شو.

۴ د کبرژنو ډيرې زياتې مسخرې مونږ تېرې کړې دى،

مونږ د مغرورانو ډېر سپکاوے زغملے دے.