۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

يو سل او دوويشتم زبور

د حضرت داؤد يروشلم ته د ختلو سرود

۱ ما به د هغوئ سره خوشحالى کوله

چا چې به ما ته وئيل، ”راځئ چې د مالِک خُدائ کور ته ځو.“

۲ اے يروشلمه اوس مونږ ستا په دروازو کښې ولاړ يُو.

۳ يروشلم د هغه ښار په شان جوړ شوے دے،

چې ټول ښار د يو بل پسې پيوسته جوړ شوے وى.

۴ چرته چې د بنى اِسرائيلو قبيلې بره ورخېژى،

د مالِک خُدائ قبيلې ورخېژى،

چې د مالِک خُدائ د نوم ثناء ووائى،

د هغه شريعت په مطابق چې بنى اِسرائيلو ته ورکړے شوے دے.

۵ هلته د اِنصاف دپاره د عدالت تختونه قائم دى،

د داؤد د خاندان تختونه قائم دى.

۶ د يروشلم د سلامتيا دپاره دُعا وغواړه،

”او څوک چې کوى تا سره مينه آباد دې وى.

۷ او ستا په دېوالونو کښې دې سلامتيا وى،

او ستا په برجونو کښې دې امن او قرارى وى.“

۸ زما د وروڼو او دوستانو په خاطر يې غواړم،

”په تا کښې دې امن او سلامتى وى،“ زۀ به دا وايم.

۹ او زمونږ د مالِک خُدائ او خُدائ پاک د کور په خاطر يې غواړم،

او زۀ به ستا خير خواه يم.