۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

يو سل او يويشتم زبور

يروشلم ته د ختلو سرود

۱ ما خپلې سترګې غرونو ته نيولې دى.

چې زما مدد به د کوم ځايه راځى؟

۲ زما مدد د مالِک خُدائ نه راځى،

چې د زمکې او آسمان جوړونکے دے.

۳ ستا پښې به هغه ښوئېدو ته نۀ پرېږدى،

هغه څوک چې ستا حِفاظت کوى هغۀ له خوب نۀ ورځى.

۴ په حقيقت کښې هغه څوک چې د بنى اِسرائيلو حفاظت کوى،

هغۀ ته نۀ خوب جوټه ورکوى او نۀ اودۀ کيږى.

۵ مالِک خُدائ ستاسو حفاظت کوى،

مالِک خُدائ لکه د سورې په شان تا سره دے.

۶ په ورځ کښې به نمر تکليف نۀ درکوى،

او نۀ به سپوږمۍ په شپه کښې نقصان درکوى.

۷ مالِک خُدائ به ستاسو د هر مصيبت نه حفاظت کوى،

هغه به ستا په ژوند باندې نظر ساتى.

۸ مالِک خُدائ به ستا په تلو راتلو کښې حفاظت کوى،

د اوس نه تر ابده پورې به ستا حفاظت کوى.