د زبورونو کتاب

یوسلو څوارلسم زبور

د فسحې د اختر سندره

۱ کله چې ووتل د مصر نه د اسراییلو خلک

هغه پردی وطن چې کله پرېښودلو د یعقوب اولادې

۲ یهودا شو د څښتن سپېڅلی ځای

اسراییل شو د هغه د پاچاهۍ ځای

۳ خدای چې کله راښکاره شو سرې بحیرې ته

نو بحیره وچه شوه

د اردن سیند هم ودرېده

۴ شول په ټوپونو غرونه لکه پسونو په شان

وهل خېزونه غونډۍ ګانو لکه د وریو په شان

۵ ای دریابه په تا څه وشول چې وچ شوې؟

د اردن سینده ولې ودرېدلې؟

۶ ای غرونو، ولې مو ووهل ټوپونه د پسونو په شان؟

ای غونډیو، ولې مو ووهل خېزونه لکه وریو په شان؟

۷ د څښتن په حضور کې ای ځمکې په لړزان شه

د یعقوب د خدای حضور کې په لړزان شه

۸ هغه بدل کړ ګټ په ډنډ باندې

او کلکه تیږه په چینې باندې