د زبورونو کتاب

یوسلو پنځلسم زبور

واحد او حقیقي خدای

۱ مونږ ته نه ای څښتنه مونږ ته نه

بلکې خپل نوم ته جلال ورکړه!

د خپلې مینې او وفا په سبب

۲ ولې قومونه دا پوښتنه وکړي

چې د دوی خدای چېرته دی؟

۳ زمونږ خدای دی په اسمان کې

هغه کوي هغه څه چې څه یې خوښه وي

۴ د سرو او سپینو زرو جوړ دي د هغوی بتان

هغه جوړ شوي د انسان په لاسو

۵ د هغوی خولې شته، خو خبرې پرې کولای نه شي

سترګې یې شته، خو پرې لیدلی نه شي

۶ غوږونه یې شته، خو پرې اورېدلی نه شي

پوزې یې شته، خو څه بوی کولای نه شي

۷ لاسونه یې شته، خو څه لمس کولای نه شي

پښې یې شته، خو ګرځېدلی نه شي

د هغوی د ستوني نه اواز نه وځي

۸ چې جوړوي څوک هغه او څوک چې باور پرې لري

هغوی دې شي هغو بتانو په شان چې جوړوي هغه

۹ ای اسراییلو، په څښتن باندې توکل کوئ

دی مرستندوی ستاسو او ستاسو سپر دی

۱۰ ای کاهنانو ای د هارون اولادې

توکل وکړئ په څښتن باندې

دی مرستندوی ستاسو او ستاسو سپر دی

۱۱ توکل وکړئ په څښتن باندې ای تاسو ټول

چې ترې وېره کوئ

دی مرستندوی ستاسو او ستاسو سپر دی

۱۲ رایادوي مونږ څښتن او برکت به راکړي

هغه به ورکړي برکت اسراییلیانو ته

او د هارون اولادې یعنې کاهنانو ته

۱۳ هغه به ورکړي برکت هغو ته

چې کړي وېره له څښتنه څخه

لویو او وړو ته یوشان

۱۴ څښتن دې درکړي اولادونه درته

تاسو او ستاسو اولادې ته هم

۱۵ څښتن دې درکړي برکت تاسو ته

چا چې جوړ کړی دی اسمان او ځمکه

۱۶ اسمان یوازې د څښتن دی

خو ځمکه یې ورکړې ده انسان ته

۱۷ مړي نه وایي ثنا د څښتن

څوک چې روان دي لاندې

د خاموشۍ دنیا ته

۱۸ خو مونږ ژوندي به د هغه ثنا او صفت وایو

له همدا‌اوس نه تر ابده پورې

د څښتن ثنا او صفت وکړئ!