د زبورونو کتاب

یوسلو دیارلسم زبور

د څښتن د مهربانۍ ثنا او صفت

۱ د څښتن ثنا او صفت وکړئ!

ای بندګانو د څښتن، د هغه ثنا او صفت وکړئ

ثنا او صفت وکړئ د هغه د نامه

۲ وي دې ثنا او صفت د څښتن د نامه

له همدا‌اوس نه تر ابده پورې

۳ د لمرخاته نه تر لمر پرېوتولو پورې

ثنا او صفت دې وشي د څښتن د نامه

۴ ټولو قومونو کې اوچت دی څښتن

د هغه جلال له اسمانونو لوړ دی

۵ څوک دی بل داسې زمونږ د څښتن خدای په شان

چې په اوچت ځای کې وي په تخت باندې ناست

۶ خو شي راټیټ به هغه

چې اسمانونه او ځمکه وګوري؟

۷ غریبان پورته کوي هغه له خاورو ځینې

او له نېستۍ نه خلاصوي محتاجان

۸ کښېنوي هغوی د شاهزادګانو سره

د خپل قوم د شاهزادګانو سره

۹ شنډې ښځې ته اولاد ورکوي

او خوشحالوي هغه په خپل کور کې

د څښتن ثنا او صفت وکړئ!