د زبورونو کتاب

یوسلو نهم زبور

په ستونزو باندې د اخته سړي شکایت

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)

۱ ای خدایه چې ستا ثنا وایمه

مه پاتې کېږه خاموش

۲ بدکارانو او دروغجنو خلکو

خولې خلاصې کړې دي په ما پسې

زما په هکله هغوی دروغ وایي

۳ رانه چاپېر دي هغوی او راته کوي خبرې

له نفرتونو ډکې

او بې‌سببه کوي جنګ راسره

۴ زما د مینې په بدل کې لګوي په ما تورونه

خو زه د هغوی دپاره دعا کومه

۵ د ښو بدل کې کوي بد راسره

او زما د مینې په بدل کې رانه کرکه کوي

۶ ته مقرر کړه کوم خراب سړی

چې محاکمه کاندي دښمن زما

او تهمت ویونکی دې پرې تهمت ووایي

۷ چې شي محکوم او ګناهکار ثابت شي

او دعاګانې یې حساب په ګناهونو کې شي

۸ چې یې لنډ شي عمر

بل څوک دې ونیسي مقام د هغه

۹ چې اولادونه یې یتیمان شي ورته

او شي یې ښځه کونډه

۱۰ چې اولادونه یې شي بې‌کوره او سوالګر شي ورته

د خپلو ورانو کنډوالو نه دې دوی وشړل شي

۱۱ قرض ورکوونکی دې هغه نه ټول مال او جایداد واخلي

څه یې چې ګټلي پردي خلک دې ورنه ټول لوټ کړي

۱۲ هېڅوک دې نه شي مهربانه په هغه باندې

نه دې د هغه په یتیمانو کوم څوک رحم وکړي

۱۳ نسل دې ختم شي ټول د هغه

راتلونکي نسل نه دې لېرې شي نامه د هغه

۱۴ څښتن دې هېڅکله هېر نه کړي ګناهونه د نیکونو د هغه

او د هغه د مور ګناه دې هېڅکله ونه بخښي

۱۵ تل دې څښتن ته ور په یاد وي ګناهونه د دوی

خو د ځمکې د مخ نه دې د هغه نوم او نښان ورک کړي

۱۶ ځکه هېڅکله یې په چا مهرباني ونه کړه

هغه ځورولي او وژلي فقیران او محتاجان او زړه ماتي خلک

۱۷ د هغه دا خوښ وو چې لعنت ووایي نورو باندې

اوس دې لعنت راشي هغه باندې

د چا دپاره یې برکت نه غوښته

څوک دې په ده هم برکت نه وایي

۱۸ لعنت د ده دپاره ؤ داسې شی

لکه چې څوک هر وخت لباس اغوندي

د ده لعنت دې د ده خپل بدن ته ننوځي لکه اوبو په شان

او د هغه هډوکو ته دې ننوځي لکه د تېلو په شان

۱۹ هغه دې پټ په لعنتونو کې شي

لکه چې پټ وي په کالیو کې څوک

او د کمربند په شان دې تاو وي د هغه نه مدام

۲۰ نو په دې ډول سزا ورکړه مدعیانو ته زما څښتنه

چې ما پسې څوک داسې بد وایي

۲۱ خو ته ای څښتن خدایه، ما سره مرسته وکړه

د خپل نامه په خاطر

او ته مې وژغوره ځکه چې نېک یې

او راسره مینه دوامداره کوې

۲۲ ځکه غریب او حاجتمند یمه زه

او دننه زړه زما زخمي زخمي دی

۲۳ فناکېدونکی یمه زه لکه لمر د مازدیګر په شان

لکه ملخ په شان زه باد وړی یم

۲۴ زنګنونه مې ضعیف شول په روژو نیولو

څه ما کې نه دي پاتې یوازې پوستکی او هډوکی یمه

۲۵ راپورې خاندي مدعیان زما کله چې وویني ما

د مسخرو نه خپل سرونه خوځوي هغوی

۲۶ ای څښتن خدایه زما راسره مرسته وکړه

د خپلې تلپاتې مینې په خاطر ماته نجات راکړه

۲۷ ترڅو معلوم شي دوی ته چې دا ټول وو ستا کارونه

ای څښتن خدایه، همدا ته وې چې نجات دې راکړ

۲۸ هغوی دې ووایي لعنت راباندې، خو برکت راکړه ته

کله چې وکاندي حمله نو دوی دې وشرمیږي

خو وي دې خوشحاله خدمتګار دا ستا

۲۹ زما مدعیان دې په شرمونو پټ شي

هغوی دې پټ شي په لباس د شرم

۳۰ په لوړ اواز به د څښتن نه زه مننه کوم

د ټولو خلکو په حضور کې به ثنا د هغه وایمه زه

۳۱ ځکه ودریږي هغه د حاجتمندو تر‌څنګ

او د هغو خلکو نه یې ساتي

چې محکوموي هغوی په مرګ باندې