د زبورونو کتاب

یوسلو اتم زبور

د دښمنانو په وړاندې د مرستې دپاره دعا

(زبور ۵۷:‌۷‌-‌۱۱، ۶۰:‌۵‌-‌۱۲)

(یوه سندره کومه چې د داود زبور هم دی)

۱ زه په تا باندې ډاډه یمه ای خدایه

زه به وایمه سندرې او د زړه له کومي ستا صفت کومه

۲ ای زما چنګه او ربابه رابېدار شئ!

زه راویښ به سباوون کړم

۳ ستا نه به وکړمه مننه ای څښتنه د قومونو منځ کې

هم به ووایم ستا د ستاینې سندرې د ولسونو منځ کې

۴ له اسمانونو نه ده لوړه ستا تلپاتې مینه

وفاداري دې تر فلکه رسي

۵ خدایه لویي دې کړه ظاهره اسمانونو باندې

په ټوله ځمکه خپل جلال ښکاره کړه

۶ په خپل طاقت دې مونږه وژغوره

او قبوله زما دعا کړه

ترڅو نجات ومومي هغه خلک

د هغه چا سره چې مینه کوې

۷ د خپل سپېڅلي ځای نه خدای خبرې وکړې

«په خوشحالۍ به زه شکیم تقسیم کړم

او د سکوت دره به ووېشم خپل قوم باندې

۸ جلعاد زما دی او منسي مې هم دی

دی افرایم مې د زغرو خولۍ

او یهودا مې شاهانه امسا ده

۹ خو د موآب نه به کار واخلم د لګن په شان

خپلې څپلۍ به د ادوم په لور ګوزارې کړمه

په فلسطین باندې به چیغه د بریا وکړمه»

۱۰ څوک به مې بوځي د برجونو ښار ته؟

څوک به مې بوځي د ادوم ښار ته؟

۱۱ تا په رښتیا سره پرې ایښي یو مونږ؟

زمونږ د لښکرو سره نور نه ځې ته؟

۱۲ مرسته مو وکړه د دښمن په خلاف

نه لري ګټه د انسان مرسته

۱۳ مونږ به کامیاب شو چې خدای مل وي زمونږ

هغه سرکوب به کړي زمونږ دښمنان