د زبورونو کتاب

یوسلو لسم زبور

څښتن او د هغه غوره شوی پاچا

(د داود زبور)

۱ څښتن وویل زما بادار ته:

«کښېنه زما ښي لاس ته

ترڅو چې ستا دښمنان ستا د پښو لاندې کړم»

۲ ستا پاچاهي به کړي پراخه له صهیونه څښتن

ته به حکومت کوې په خپلو دښمنانو باندې

۳ په هغه ورځ چې کوې جنګ له دښمنانو سره

په خپله خوښه به ستا خلک راشي

سهار وختي لکه د پرخې په شان

ستا ځوانان به تاته راشي سپېڅلو غرو ته

۴ څښتن قسم خوړلی

مات به نه شي هېڅ وخت

چې تر ابده به ته یې کاهن

د ملک‌صدق د کاهنۍ په شان

۵ څښتن ولاړ دی ستا ښي لاس ته

کله چې شي هغه په قهر نو پاچاهان به کړي مات

۶ محاکمه به کړي قومونه هغه

او د جنګ میدان به کړي له مړو نه ډک

هغه به ورکړي ماتې د دنیا ټولو پاچاهانو ته

۷ هغه به وڅښي اوبه هغې ویالې نه چې په لاره کې ده

شي به قوي، هغه کامیاب به ګرځي