د زبورونو کتاب

یوسلو اووم زبور

پنځم کتاب

(زبور ۱۰۷‌-‌۱۵۰)

د خدای د ښه والي په هکله ثنا او صفت

۱ د څښتن شکر کوئ، ځکه چې نېک دی هغه

ده ابدي د هغه مینه

۲ ای ټولو خلکو چې څښتن یئ ازاد کړي داسې ووایئ

هغه خلاص کړي یئ د خپلو دښمنانو ځینې

۳ او بېرته یې راوستلئ له پردیو ملکونو څخه

له ختیځه او لوېدیځه او له شماله او جنوبه څخه

۴ ګرځېدل هسې په بیابان کې سرګردانه هغوی

پیدا کولای نه شوه لاره د هغه ښار

چې په کې واوسیږي

۵ هغوی شول وږي تږي

او مرګ ته نژدې وو هغوی

۶ نو بیا په سخته کې هغوی وکړ فریاد څښتن ته

او دوی یې کړل خلاص له مصیبته

۷ هغوی ته یې وښودله سمه لاره

چې دوی پیدا هلته یو ښار کړي د اوسېدو دپاره

۸ د څښتن د تلپاتې مینې په خاطر دې شکر وباسي دوی

د عجیبه کارونو په خاطر چې یې کړي دي هغوی دپاره

۹ ماتوي تنده هغه د تږو خلکو

او مړوي وږي خلک په ښو خوړو باندې

۱۰ په دوی کې ځینې اوسېدل تیاره کې

وو تړل شوي بندیان په زنځیرونو باندې

۱۱ ځکه دوی وکړه سرکښي د خدای له امره څخه

او لارښوونې یې کړې ردې د خدای تعالی

۱۲ هغوی یې دومره کړل ستومانه په ډېر سخت کارونو

چې له پښو ولوېدل او هېڅوک نه ؤ

چې د هغوی سره څه مرسته وکړي

۱۳ نو بیا په سخته کې هغوی وکړ فریاد څښتن ته

او دوی یې کړل خلاص له مصیبته

۱۴ سختې تیارې نه یې هغوی راویستل

او ورته مات یې زنځیرونه کړل

۱۵ د څښتن د تلپاتې مینې په خاطر دې شکر وباسي دوی

د عجیبه کارونو په خاطر چې یې کړي دي هغوی دپاره

۱۶ هغه کړې ماتې برنجي دروازې

او اړمونه یې د اوسپنې ټوټې ټوټې کړل

۱۷ ځینې کم‌عقل شول په سبب د سرکښیو خپلو

او کړېدل په سبب د عملونو خپلو

۱۸ د هغوی زړونه له خوړو نه تور شول

او مرګ ته نژدې شول هغوی

۱۹ نو بیا په سخته کې هغوی وکړ فریاد څښتن ته

او دوی یې کړل خلاص له مصیبته

۲۰ هغوی یې روغ کړل خپل کلام باندې

او هغوی یې خلاص کړل له مرګه څخه

۲۱ د څښتن د تلپاتې مینې په خاطر دې شکر وباسي دوی

د عجیبه کارونو په خاطر چې یې کړي دي هغوی دپاره

۲۲ شکر دې وباسي د هغه په قربانیو باندې

د خوشحالیو په سندرو دې بیان کړي د هغه کارونه

۲۳ ځینې کشتیو کې روان شول په دریاب باندې

او ژورو اوبو کې یې کاروبار کولو

۲۴ هغوی ولیدل کارونه د څښتن

په ژورو دریابونو کې د هغه عجیبه کارونه

۲۵ د هغه په حکم راوالوتل توفاني بادونه

او د دریاب څپې شوې پورته

۲۶ کشتۍ‌ګانې به هوا ته جګېدلې

او ډوبېدلې به بیا بېرته د دریاب په تل کې

کشتیوانانو به بایلله حوصله خپله داسې خطر کې

۲۷ کاږه واږه به هغوی تلل او زنګېدل به نشیانو په شان

نه پوهېدل هغوی چې څه وکړي

۲۸ نو بیا په سخته کې هغوی وکړ فریاد څښتن ته

او دوی یې کړل خلاص له مصیبته

۲۹ هغه ارام کړ توفان

او څپې غلې شولې

۳۰ چې ارامي شوه نو خوشحال شول هغوی

او هغه بندر ته یې خوندي راوستل چې دوی غوښتلو

۳۱ د څښتن د تلپاتې مینې په خاطر دې شکر وباسي دوی

د عجیبه کارونو په خاطر چې یې کړي دي هغوی دپاره

۳۲ د هغه لویي دې کړي بیان د خلکو غونډه کې

او د مشرانو په جرګه کې دې صفت وکړي

۳۳ هغه سیندونه کړل بدل په دښته

او چینې د اوبو په وچه ځمکه باندې

۳۴ هغه بدله کړله ښه حاصلخېزه ځمکه په ښوره زاره ځمکه

د هغو خلکو د بدۍ په سبب چې هلته اوسي په کې

۳۵ هغه بدله کړله دښته په ډنډونو باندې

او کړلې یې بدلې وچې ځمکې په چینو باندې

۳۶ هلته یې راوستل وږي خلک چې په کې واوسیږي

او هغوی ښار جوړ کړ چې په کې واوسیږي

۳۷ هغوی کښېنول تاکونه او پټي یې وکرل

او ډېر حاصل یې واخیست

۳۸ خپل قوم ته یې ورکړ برکت او اولادونه یې زیات شول

او هغه پرېنښودې چې کمې شي پادې او هم رمې د هغوی

۳۹ کله چې وخوړله ماتې د خدای قوم او سپک شول هغوی

د ظالمانو له خوا او ځورېدل هغوی

۴۰ هغه سپک کړل ظالمان خلک

او خوشې صحرا کې سرګردان کړل هغوی

۴۱ خو محتاج خلک یې بدبختۍ نه خلاص کړل

او کورنۍ یې ورته زیاتې کړلې لکه رمو په شان

۴۲ صادقان خلک چې دا ګوري نو کوي خوشحالي

خو ټول بدکاره خلک چوپ پاتې شي

۴۳ څوک چې هوښیار وي

نو غور دې وکړي دې خبرو باندې

فکر دې وکړي د څښتن د تلپاتې مینې په باب