کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ نو مونږ د بابل د سيند په غاړه کښېناستلو او ومو ژړل،
هرکله چې صيون مونږ ته به راپه ياد شو.
۲ هلته په چنارونو کښې مونږ خپل ربابُونه راوېزاند کړى وُو،
۳ ځکه چې هلته زمونږ قابضينو په مونږ سندرې وئيلى،
او مونږ ته تکليف رسوونکو زمونږ نه د خوشحالۍ د سندرو خواهش کولو،
دوئ مونږ ته وئيل چې، ”مونږ ته د صيون د سندرو نه يوه ووايئ.“
۴ نو مونږ د مالِک خُدائ سندرې څنګه ووايو
هرکله چې مونږ په پردى مُلک کښې يُو؟
۵ کۀ چرې زۀ تا هېر کړمه يروشلم،
نو زما ښى لاس نه دې خپل هُنر هېر شى.
۶ زما ژبه دې زما تالو پورې ونښلى،
کۀ چرې تۀ ما ته ياد نۀ يې،
او کۀ چرې زۀ يروشلم د ټولو نه خپله لويه خوشحالى نۀ ګڼم.
۷ اے مالِکه خُدايه، ادوميان راياد کړه، چې څۀ يې کړى وُو،
په کومه ورځ چې يروشلم رانسکور شوے وو.
هغوئ چغې وهلې چې، ”وران يې کړئ،
او چې د بنيادونو پورې يې وران کړئ.“
۸ اے د بابل خلقو، تباه شئ،
هغه دې خوشحاله وى څوک چې تا ته بدل درکړى،
کوم کارونه چې تا مونږ سره وکړل.
۹ هغه به خوشحاله وى څوک چې ستا ماشومان ګرفتاروى،
او د ګټانو سره ورله ډغرې ورکوى.