۰:۰۰ / ۰:۰۰

د متلونو کِتاب

څلورم باب

د پلار نصيحت

۱زما زامنو د خپل پلار هدايت ته غوږ ونيسئ. او هغې ته توجو ورکړئ او پوهه حاصله کړئ. ۲ځکه چې زۀ تاسو ته ښۀ تعليم درښايم، نو زما تعليمات مۀ هېروئ. ۳هر کله چې زۀ د خپل پلار په کور کښې هلک وم، او د خپلې مور اېک يو نيازبين زوئ وم، ۴هغۀ ما ته تعليم راکړو او وې وئيل، ”په خپل ټول زړۀ سره زما نصيحت راټينګ کړه، زما په حُکمونو عمل کوه نو ستا ژوند به په خير تير شى. ۵حِکمت حاصل کړه، او پوهه حاصله کړه، زما خبرې مۀ هېروه او مۀ د هغې نه مخ اړوه. ۶عقل ته مۀ شاه کوه، ځکه چې هغه به ستا حفاظت وکړى، د هغۀ سره مينه کوه نو هغه به په تا باندې نظر ساتى. ۷حِکمت حاصلول د ټولو نه اهم کار دے، د نورو څيزونو د حاصلولو سره سره پوهه هم حاصله کړه. ۸د حِکمت عزت کوه او دا به تا لوئ کړى. دې ته غاړه ورکړه نو دا به تا عزتمند کړى. ۹دا به ستا سر د فضل سهرې سره ښائسته کړى او د شان او شوکت تاج به در په سر کړى.“ ۱۰زما زويه، ما ته غوږ شه. زۀ چې درته څۀ وايم هغه کوه، نو په دې کولو سره به ستا عمر اوږد شى. ۱۱ما درته د عقل او حِکمت لارښودنه وکړه او په نېغه لار مې روان کړې. ۱۲کله چې تۀ ګرځې نو ستا پښې به هيڅ څيز نۀ منع کوى، او کله چې تۀ منډه وهې نو تيندک به نۀ خورې. ۱۳زما نصيحتونه راټينګ کړه او دا مۀ پرېږده چې ستا نه لاړ شى. د هغوئ ښۀ حفاظت وکړه ځکه چې دا ستا ژوندون دے. ۱۴د شريرانو په لار کښې خپل قدم مۀ ږده او مۀ د بدکارانو په لار تلل کوه. ۱۵د هغوئ د لارو نه ځان وساته، د هغوئ په لار مۀ ځه، د هغوئ د لارو نه راوګرځه او په خپله لار روان اوسه. ۱۶ترڅو پورې چې دوئ غلط کار نۀ وى کړے تر هغې خوب نۀ ورځى، ترڅو پورې چې دوئ چا ته تيندک نۀ وى ورکړے نو دوئ تر هغې پورې آرام نۀ کوى. ۱۷هغوئ د شرارت روټۍ خورى او د فساد نه ډک مے څښى. ۱۸د صادقانو لار د سحر د رڼا په شان ده، تر هغې ځليږى او لا نوره هم زياتيږى ترڅو چې د ورځې رڼا نۀ وى راښکاره شوى. ۱۹خو د بدکارانو لار لکه د تورې تيارې په شان ده، دوئ په دې نۀ پوهيږى چې په څۀ باندې يې تيندک وخوړلو. ۲۰زما زويه، زۀ چې درته څۀ وايم هغې ته توجو ورکړه، او په غور سره زما خبرې واوره. ۲۱دا د خپل نظر نه مۀ وباسه او په خپل زړۀ کښې يې دننه وساته. ۲۲نو دا به هغوئ له ژوند ورکړى چې څوک يې پېدا کوى، او د هغوئ ټول وجود له به صحت ورکړى. ۲۳د هر څۀ نه اول د خپل زړۀ خيال ساته، ځکه چې دا د ژوند د هدايت سرچينه ده. ۲۴د خپلې ‎‎‎‎‎‎‎‎خولې نه ټګى لرې کړه، او دوکه مارې خبرې د خپلو شونډو نه لرې کړه. ۲۵په غور سره مخامخ نېغ ګوره، او خپل نظر نېغ وساته. ۲۶او د خپلو قدمونو دپاره لاره هواره کړه، نو بيا به ستا ټوله لار مضبوطه وى. ۲۷ښې او ګس طرف ته مۀ تاوېږه، او خپلې پښې د شرارت نه وساته.