د متلونو کِتاب

درېم باب

د عقل او حِکمت فائدې

۱زما زويه، زما لارښودنه مۀ هېروه، خو زما حُکمونه په خپل زړۀ کښې وساته. ۲زما تعليم به ستا عمر سېوا کړى او خوشحالى به درکړى. ۳هيڅکله مينه او وفادارى د خپل ځان نه مۀ لرې کوه. دوئ د خپلې غاړې هار کړه او د خپل زړۀ په تخته باندې يې وليکه. ۴نو بيا به تۀ د انسانانو او د خُدائ پاک په نظر کښې محبوبيت او نېک نامى حاصله کړې. ۵په خپل ټول زړۀ سره په مالِک خُدائ باندې توکل کوه. او په خپله پوهه باندې تکيه مۀ کوه. ۶چې تۀ هر کار کوې نو په هغې کښې مالِک خُدائ ياد ساته، او هغه به تا ته صحيح لاره ښائى. ۷په خپل عقل باندې مۀ مغروره کېږه، د مالِک خُدائ نه يرېږه او بدعملى پرېږده. ۸نو په دې به ستا بدن رغيږى او ستا هډُوکى به پرې تازه شى. ۹په خپل مال دولت سره د مالِک خُدائ عزت کوه، او د خپل ټول فصل په وړومبۍ مېوې سره. ۱۰نو بيا به ستا ګودامونه ډک شى او د سر نه به اوړى، او ستا د چاټۍ د خولې نه به نوى مے اوړى. ۱۱زما زويه، د مالِک خُدائ اصلاح مۀ رد کوه او کله چې هغه تا تنبيه کوى په هغې باندې مۀ خفه کېږه. ۱۲ځکه چې مالِک خُدائ چې چا سره مينه کوى نو هم هغه تنبيه کوى لکه څنګه چې يو پلار هم هغه زوئ تنبيه کوى کوم چې هغۀ ته ګران وى. ۱۳بختور ‎دے هغه څوک چې حِکمت حاصل کړى، او هغه څوک چې پوهه حاصله کړى. ۱۴ځکه چې دا د سپينو زرو نه ډېر قيمتى دے او د دې ګټه د سرو زرو نه هم ډېره ښۀ ده. ۱۵دا د قيمتى کاڼو نه هم ګران دے او ستا د خوښې يو څيز هم د دې برابر نۀ دے. ۱۶د عقل په ښى لاس کښې اوږد ژوندون دے، او د هغۀ په ګس لاس کښې عزت او دولت دے. ۱۷د هغۀ لارې برکتى دى، او د هغۀ ټولې لارې پُراَمنه دى. ۱۸حِکمت د هغوئ دپاره د ژوند ونه ده څوک چې هغې ته غاړه ورکوى، بختور دى هغوئ څوک چې هغه راټينګوى. ۱۹مالِک خُدائ د خپل حِکمت په ذريعه د زمکې بنياد کېښودلو، او د خپلې هوښيارتيا په ذريعه يې آسمانونه پېدا کړل. ۲۰د هغۀ د حِکمت په وسيله د زمکې د لاندې نه چينې روانې شولې، او د وريځو نه پرخه په زمکه راوورېدله. ۲۱زما زويه، عدل او تميز په خپل ځان کښې پېدا کړه، او هغه د خپل نظر نه مۀ لرې کوه. ۲۲دوئ به ستا روح تازه ساتى، او دا به ستا په غاړه د فضل هار وى. ۲۳نو بيا به تۀ په حِفاظت سره په خپله لار روان يې او ستا پښه به تيندک ونۀ خورى. ۲۴کله چې تۀ څملې، تۀ به نۀ يرېږې، او تۀ به په خوږ خوب اودۀ کېږې. ۲۵نو د ناګهانى افت نه به نۀ يرېږې او نۀ به د هغه تباهۍ نه يرېږې کومه چې په بدعملو باندې راځى. ۲۶نو مالِک خُدائ به ستا ډاډ وى، او هغه به ستا پښې په دام کښې د ګېرولو نه وساتى. ۲۷څوک چې حاجتمند وى د هغوئ سره ښېګړه مۀ پرېږده، کۀ چرې دا کار ستا وس کښې وى، ۲۸کۀ چرې تۀ اوس د خپل ګاونډى سره مدد کولے شې، نو ورته مۀ وايه چې، ”سبا راشه چې مدد دې وکړم.“ ۲۹د خپل ګاونډى خلاف هغۀ ته د نقصان ورکولو منصوبه مۀ جوړوه، څوک چې ستا په خوا کښې اوسيږى او په تا باور کوى. ۳۰په يو کس باندې هيڅ بې‌هيڅه اِلزام مۀ لګوه ترڅو چې هغۀ تا ته نقصان نۀ وى درسولے. ۳۱د ظالم سره سيالى مۀ کوه او مۀ د هغۀ په نقش قدم عمل کوه، ۳۲ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ نه نفرت کوى څوک چې بدکاره وى، خو هغه د نېکانو سره دوستانه تعلق ساتى. ۳۳د بدعمله په کور مالِک خُدائ لعنت ورَوى، خو هغه د صادق په کور باندې برکت ورَوى. ۳۴هغه د مغروره مسخره کوونکو پورې مسخرې کوى، خو په عاجز خويه باندې خپل فضل کوى. ۳۵هوښيار عزت په ميراث کښې ګټى، خو کم عقل خپل شرم زياتوى.