۰:۰۰ / ۰:۰۰

د متلونو کِتاب

پينځم باب

د زنا نه ځان ساتل

۱ زما زويه، زما پوهې ته توجو ورکړه، او زما د حِکمت خبرو ته ښۀ غوږ ونيسه. ۲ نو بيا به تۀ تميز حاصل کړې، او ستا شونډې به عِلم او حِکمت محفوظوى. ۳ ځکه چې د زناکارې ښځې د شونډو نه شات راڅاڅى. او د هغې خبرې د تېلو نه زياتې نرمې دى، ۴ خو په آخر کښې هغه د ګنډير په شان ترخه، او د دوه مخيزې تُورې په شان تيره ده. ۵ د هغې پښې د مرګ په طرف روانې دى، او د هغې قدمونه سيدها د قبر طرف ته لارښودنه کوى. ۶ هغه د ژوند د لارې په حقله سوچ نۀ کوى، د هغې لارې کږې وږې دى، خو هغه پرې نۀ پوهيږى. ۷ نو بيا اوس زما زويه، ما ته غوږ ونيسه. او زۀ چې درته څۀ وايم نو د هغې نه مۀ اوړه. ۸ د داسې ښځې نه ځان لرې ساته. او چې د هغې د کور دروازې ته هم ورنزدې نۀ شى ۹ هسې نه چې خپل عزت نورو ته ورکړې او بې‌عزته شې. او د خپل ژوند واګې د ظالمانو رحم و کرم ته وسپارې، ۱۰ هسې نه چې پردى ستا په مال مزې وکړى، او ستا د ژوند محنت د بل چا کور مالا مال کړى. ۱۱ او د خپل عمر په آخر کښې به تۀ زبيرګى او فريادونه کوې، هرکله چې ستا غوښې او بدن خوړين شى، ۱۲ نو تۀ به ووائې، ”ما د اصلاح نه څومره نفرت کولو. او څومره به زما زړۀ اصلاح کول رټل، ۱۳ ما به د خپلو اُستاذانو تابعدارى نۀ کوله، او نۀ به مې خپلو لارښودونکو ته غوږ نيولو. ۱۴ نو زۀ د تباهۍ په غاړه ولاړ يم، او په ډېرو خلقو کښې وشرمېدم.“ ۱۵ د خپلې ذخيرې اوبۀ څښه، او صرف د خپلې ښځې سره کوروالے کوه لکه څنګه چې د خپل کوهى نه روانې اوبۀ څښې. ۱۶ دا مناسب ده چې ستا چينې په کوڅو کښې، او ستا د اوبو لختى په چوکونو کښې وبهيږى؟ ۱۷ نو دا دې يواځې ستا وى، کله دې هم د پردو سره شريک نۀ شى. ۱۸ ستا چينې دې برکتى شى، د خپلې ښځې سره خوشحاله اوسه چې ستا په ځوانۍ کښې ورسره وادۀ شوے وو، ۱۹ چې هغه د يوې ښُکلې مينه ناکې او مهربانه هوسۍ په شان ده نو د هغې د بدن ښُکلا دې تا معمور کړى، او تۀ دې هر وخت د هغې د مينې غلام يې. ۲۰ زما زويه نو تۀ دې ولې د يوې زناکارې ښځې په مينه کښې راګېر يې؟ او تۀ ولې د بل سړى د ښځې سره يو ځائ کېږې او غاړه غټۍ کېږې؟ ۲۱ نو د انسان په ټولو لارو د مالِک خُدائ نظر دے، او هغه په خپله د هغۀ د ټولو لارو څارنه کوى. ۲۲ د شرير شرارت هم د هغۀ دپاره دام دے. او د هغۀ د ګناه رسۍ هغه کلک رانيسى. ۲۳ هغه به د خپل تربيت د کموالى په وجه مړ شى، او د خپل کم عقلتوب په سبب بې‌لارې شوے دے.