د متلونو کِتاب

دوېم باب

د حِکمت فائدې

۱زما زويه، کۀ تۀ زما خبرې ومنې او زما حُکمونه په زړۀ کښې محفوظ کړې، ۲او د عقل خبرو ته غوږ ونيسې او خپل زړۀ د هوښيارتيا طرف ته مائل کړې، ۳نو بيا د پوهې طلب کوه او د حِکمت دپاره په تېزه نعرې ووهه. ۴تۀ د دوئ داسې تلاش وکړه لکه د سپينو زرو چې کوې او يا يې داسې لټون وکړه لکه چې د پټې خزانې کوې. ۵نو بيا به تۀ د مالِک خُدائ په يره باندې پوهه شې او د خُدائ پاک عِلم به حاصل کړې. ۶ځکه چې مالِک خُدائ عقل او حِکمت ورکوى، او د هغۀ د خولې نه عِلم او پوهه راوځى. ۷هغه د نېکو خلقو دپاره د عقلمندۍ خزانې ساتى، هغه د هغه چا دپاره ډال دے د چا کردار چې بې‌داغه وى. ۸هغه د اِنصاف کوونکو د لارو ساتنه کوى او هغه د خپلو مقدسينو حفاظت کوى. ۹نو تۀ به په دې پوهه شې چې څۀ ښۀ او د اِنصاف او مناسب دى. او تۀ به د ژوند نېغه لار بيامومې. ۱۰نو تۀ به عقلمند شې او ستا عِلم او پوهه به ستا روح ته خوشحالى ورکړى. ۱۱تميز به په تا نظر ساتى او پوهه به ستا حِفاظت کوى. ۱۲عقل به تا د بدکاره خلقو نه ساتى، او د هغوئ نه چې د چا خبرې چې غلطې دى، ۱۳چا چې صحيح لاره پرېښې ده او په تيارو کښې تلل کوى، ۱۴څوک چې د خرابو کارونو په کولو خوشحاليږى او د بدعملو په شرارت خوشحالى کوى، ۱۵او دغه کسان په کږو وږو سر دى او د هغوئ چال چلن د ټګۍ دے. ۱۶نو هغه به تا د بدکارې ښځې نه وساتى، د هغې زناکارې نه څوک چې په خوږو خبرو تا دوکه کول غواړى، ۱۷چا چې خپل د ځوانۍ د وخت خاوند پرېښے دے او خپل لوظ يې هېر کړو کوم يې چې د خُدائ پاک په وړاندې کړے وو. ۱۸د هغې کور ته تلل مرګ ته دعوت دے، او د هغې د کور لار د قبر لار ده. ۱۹څوک چې هغې له ورشى نو هغه بيا نۀ راواپس کيږى او هغه بيا هيڅکله د ژوند په لاره راتلے نۀ شى. ۲۰نو بيا تۀ د ښو خلقو په طريقو تلل کوه او د صادقانو په لارو کښې پاتې شه. ۲۱نو نېکان به په مُلک کښې اوسيږى، او بې‌داغه خلق به په کښې پاتې شى. ۲۲خو بدعمله به د هغه مُلک نه وشړلے شى، او غداران به ترې د بېخ نه وويستلے شى.