۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت لوقا زېرے

درېم باب

د حضرت يحيىٰ بپتسمه ورکوونکى وعظ کول

۱د قيصر تيبريوس د حکومت په پينځلسم کال کښې پنطوس پيلاطوس د يهوديه ګورنر وو او هيروديس د ګليل ګورنر، د هغۀ ورور فيليپوس د اِتُوريه او تراخونيتيس او ليسانياس د ابيلينے ګورنران وُو. ۲د مشرانو اِمامانو اناس او کائفس په وخت کښې د زکرياه په زوئ يحيىٰ باندې په بيابان کښې د خُدائ پاک کلام نازل شو. ۳هغه د اُردن په ټوله سيمه کښې ګېرچاپېره وګرځېدو او دا بيان يې کولو چې د توبې بپتسمه واخلئ او ستاسو ګناهونه به معاف شى. ۴څنګه چې د يشعياه نبى په صحيفه کښې ليکلے شوى دى چې، ”په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز دے چې، د مالِک خُدائ لاره جوړه کړئ او د هغۀ لارې نېغې کړئ. ۵هره دره به ډکه شى، هره غونډۍ او غر به هوار شى. کاږۀ به نېغ کړے شى، او ناهمواره لار به هواره کړے شى. ۶او ټول مخلوق به د خُدائ پاک خلاصون ووينى.“ ۷ګڼ خلق بهر راووتل چې د يحيىٰ نه بپتسمه واخلى خو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”اے د مارانو بچو، تاسو ته چا خبردارے درکړو چې د راتلونکى غضب نه وتښتئ؟ ۸نو داسې کارونه وکړئ چې ورنه ستاسو د توبې ايستلو پته ولګى. تاسو ځان سره داسې سوچ مۀ کوئ چې ګنې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې خُدائ پاک د دې کاڼو نه هم د اِبراهيم دپاره اولاد پېدا کولے شى. ۹اوس هم د ونو جرړو ته تبر نيولے شوے دے او هره هغه ونه چې ښۀ مېوه نۀ نيسى هغه به پرې کړے شى او د اور لمبو ته به اچولے شى.“ ۱۰خلقو ترې تپوس وکړو، ”نو بيا مونږ څۀ وکړو؟“ ۱۱هغۀ جواب ورکړو چې، ”د کوم سړى سره چې دوه قميصونه وى، يو دې هغۀ له ورکړى چې د چا سره يو هم نۀ وى، او د چا سره چې خوراک وى هغه دې هم داسې وکړى.“ ۱۲ځينې محصولچيان هم بپتسمې اخستلو له راغلى وُو او هغوئ ترې تپوس وکړو چې، ”اُستاذه. مونږ څۀ وکړو؟“ ۱۳هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”ستاسو دپاره چې څۀ مقرر شوى دى د هغې نه زيات مۀ اخلئ.“ ۱۴سپاهيانو هم ترېنه دا تپوس وکړو چې، ”مونږ څۀ وکړو؟“ هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”د چا نه په زوره پېسې مۀ اخلئ او په چا د دروغو اِلزام مۀ لګوئ، په خپله تنخواه صبر کوئ.“ ۱۵خو ټول خلق د مسيح په اِنتظار وُو او د يحيىٰ په حقله يې په خپلو زړُونو کښې سوچ کولو چې ګنې هغه به مسيح وى. ۱۶خو يحيىٰ هغوئ ټولو ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو له په اوبو بپتسمه درکوم خو څوک چې راتلونکے دے هغه زما نه ډېر زورَور دے، او زۀ د هغۀ د پېزار د تسمو د پرانستلو جوګه هم نۀ يم. هغه به تاسو ته په روحُ القُدس او په اور بپتسمه درکوى. ۱۷ښاخۍ د هغۀ په لاس کښې ده. هغه به خپل درمند په ښۀ شان پاکوى او غنم به په خپله خمبه کښې جمع کوى، خو بوس به په هغه اور کښې سوزوى چې هيڅکله نۀ مرى.“ ۱۸په دې شان سره هغۀ خلق نور هم ډاډه کول او زېرے يې ورته اورولو. ۱۹خو يحيىٰ هيروديس ګورنر د خپل ورور د ښځې هيرودياس سره په وادۀ کولو او په نورو بدو کارونو ملامته کړو. ۲۰خو د دې ټولو بدو کارونو دپاسه يې يحيىٰ ګرفتار کړو او په قېدخانه کښې يې واچولو.

د حضرت عيسىٰ بپتسمه

۲۱کله چې ټولو خلقو بپتسمه واخسته نو عيسىٰ هم بپتسمه واخسته، او چې دُعا يې کوله نو آسمان پرانستے شو، ۲۲او روحُ القُدس د يوې کونترې په شکل په عيسىٰ راکوز شو او د آسمان نه يو آواز راغلو چې، ”تۀ زما محبوب زوئ يې، ستا نه زۀ راضى يم.“

شجره د حضرت عيسىٰ

۲۳څۀ وخت چې عيسىٰ خپل خِدمت شروع کړو نو تقريباً د دېرشو کالو وو او د خلقو په خيال دے د يوسف زوئ وو، زوئ د عيلى، ۲۴زوئ د متات، زوئ د ليوى، زوئ د مِلکى، زوئ د ينا، زوئ د يوسف، ۲۵زوئ د متتياه، زوئ د عاموس، زوئ د نحُوم، زوئ د اِسلياه، زوئ د نجى، ۲۶زوئ د ماعت، زوئ د متتياه، زوئ د شمعى، زوئ د يوسيچ، زوئ د يوداه، ۲۷زوئ د يوحنا، زوئ د ريسا، زوئ د زرُبابل، زوئ د شلتى‌اېل، زوئ د نيرى، ۲۸زوئ د مِلکى، زوئ د ادى، زوئ د قوسام، زوئ د اِلمدام، زوئ د عير، ۲۹زوئ د يشوَع، زوئ د اِلى‌عزر، زوئ د يوريم، زوئ د متات، زوئ د ليوى، ۳۰زوئ د شمعون، زوئ د يهوداه، زوئ د يوسف، زوئ د يونام، زوئ د اِلياقيم، ۳۱زوئ د ملياه، زوئ د مِناه، زوئ د متتاه، زوئ د ناتن، زوئ د داؤد، ۳۲زوئ د يَسى، زوئ د عوبيد، زوئ د بوعز، زوئ د سلمون، زوئ د نحشون، ۳۳زوئ د عمى‌نداب، زوئ د ادمين، زوئ د ارنى، زوئ د حصرون، زوئ د فارص، زوئ د يهوداه، ۳۴زوئ د يعقوب، زوئ د اِسحاق، زوئ د اِبراهيم، زوئ د تارح، زوئ د نحور، ۳۵زوئ د سروګ، زوئ د رعو، زوئ د فلج، زوئ د عِبر، زوئ د سِلح، ۳۶زوئ د قينان، زوئ د ارفکسد، زوئ د شيم، زوئ د نوح، زوئ د لمک، ۳۷زوئ د مِتهوشله، زوئ د حنوک، زوئ د يارد، زوئ د مهلل‌ايل، زوئ د قينان، ۳۸زوئ د انوش، زوئ د شيث، زوئ د آدم چې د خُدائ پاک د طرف نه وو.