۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت لوقا زېرے

څلورم باب

د حضرت عيسىٰ آزمېښت

۱ عيسىٰ چې د روحُ القُدس نه معمور وو او د اُردن د سيند نه واپس شو نو روحُ القُدس هغه بيابان ته بوتلو، ۲ چرته چې هغه تر څلوېښتو ورځو پورې په بيابان کښې د اِبليس په لمسون کښې وآزمائيلے شو. په دې دومره ورځو کښې عيسىٰ هيڅ ونۀ خوړل او په آخر کښې هغه نار نهور شو. ۳ اِبليس هغۀ ته ووئيل چې، ”کۀ تۀ د خُدائ پاک زوئ يې نو دې کاڼى ته حکم وکړه چې روټۍ شى.“ ۴ عيسىٰ جواب ورکړو، ”صحيفې فرمائى چې، بنى آدم تش په روټۍ نۀ پائى.“ ۵ بيا اِبليس هغه په لوړه وخېژولو او د دُنيا ټولې بادشاهۍ يې د سترګو په رپ کښې ورښکاره کړې. ۶ او اِبليس ورته ووئيل چې، ”زۀ به د دې ټولو اختيار تا له درکړم او هغه شان او شوکت هم چې د دې سره تړلى وى ځکه چې دا ما ته په اختيار کښې راکړے شوى دى او زۀ يې هغه چا له ورکوم چا له چې يې زما زړۀ غواړى. ۷ کۀ تۀ ما ته صرف سجده وکړې نو دا هر څۀ به زۀ تا له درکړم.“ ۸ عيسىٰ جواب ورکړو، ”صحيفې فرمائى چې، تۀ تش مالِک خُدائ پاک ته سجده کوه او صرف هم د هغۀ عبادت کوه.“ ۹ بيا اِبليس هغه يروشلم ته بوتلو او د خُدائ پاک د کور د مينارې په سر يې ودرولو او ورته يې ووئيل چې، ”کۀ تۀ د خُدائ زوئ يې نو خپل ځان دلته نه ښکته وغورزوه، ۱۰ ځکه چې صحيفې وائى چې، هغه به ستا په حقله خپلو فرښتو له حُکم ورکړى چې ستا حفاظت وکړى. ۱۱ او هغوئ به تا په خپلو لاسونو کښې پورته کړى هسې نه چې په کاڼى تيندک وخورې.“ ۱۲ عيسىٰ هغۀ ته جواب ورکړو، ”دا وئيلے شوى دى چې، تاسو په خپل مالِک خُدائ پاک آزمېښت مۀ کوئ.“ ۱۳ دغه شان چې د اِبليس ټول لمسون سر ته ورسېدو نو هغه يې تر بلې موقعې پورې ځانله پرېښودو. ۱۴ بيا عيسىٰ د روحُ القُدس د قُدرت نه معمور ګليل ته واپس راغلو او په ټول مُلک کښې د هغۀ آوازه ګېرچاپېره خوره شوله. ۱۵ او هغۀ د هغوئ په عبادتخانو کښې تعليم ورکولو او ټولو خلقو د هغۀ لوئى بيانوله.

په ناصرت کښې د حضرت عيسىٰ رد کېدل

۱۶ بيا هغه ناصرت ته راغلو چرته چې هغه لوئ شوے وو او د سبت په ورځ عبادتخانې ته د معمول په مطابق لاړو. هغه د کلام د تلاوت دپاره ودرېدلو، ۱۷ او ورته د يشعياه نبى طومار ورکړے شو. هغۀ طومار کولاو کړو او هغه ځائ ته راغلو چې په کښې ليکلى وُو چې، ۱۸ ”د مالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو له زيرے ورکړم، چې قېديانو ته د آزادۍ اعلان وکړم او ړندو ته د بينائى اِعلان وکړم، او چې مظلومان آزاد کړم، ۱۹ او په دې کال به د مالِک خُدائ د احساناتو اعلان وکړم.“ ۲۰ هغۀ طومار ونغښتو، خادِم ته يې واپس ورکړو او کښېناستو او په عبادتخانه کښې ټولو خلقو هغۀ ته نېغ کتل. ۲۱ بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”نن چې تاسو کوم کلام واورېدلو، نو هغه پوره شو.“ ۲۲ هغوئ ټولو د هغۀ صِفت وکړو او د هغۀ د خولې نه د داسې برکتناک کلام په اورېدو حېران شول. هغوئ ووئيل چې، ”ولې دا د يوسف زوئ نۀ دے څۀ؟“ ۲۳ بيا عيسىٰ وفرمائيل، ”بې‌شکه چې تاسو به ما ته دا متل ضرور واوروئ چې، حکيمه. خپل ځان روغ کړه او دا به ووايئ چې، تا چې هر څۀ په کفرنحُوم کښې کړى دى مونږه هغه اورېدلى دى، هغه څۀ دلته په خپله ښاريه کښې هم وکړه. ۲۴ خو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې يو نبى هم په خپل ښار کښې چا قبول کړے نۀ دے. ۲۵ خو زۀ تاسو ته وايم چې د الياس په ورځو کښې په بنى اِسرائيلو کښې ډيرې ضرورتمندې کونډې وې ځکه چې د درې نيمو کالو راسې باران نۀ وو شوے او په ټول مُلک باندې سخت قحط راغلے وو. ۲۶ خو الياس په دوئ کښې يو ته هم د امداد دپاره ونۀ لېږلے شو بغېر د هغې غېر يهودى کونډې نه څوک چې د صيدا په علاقه د صارفت په ښاريه کښې اوسېدله. ۲۷ او بيا د اليشع نبى په زمانه کښې په اِسرائيل کښې ډېر جذاميان وُو، خو د نعمان شامى نه بغېر په هغوئ کښې يو هم پاک نۀ کړے شو.“ ۲۸ په دې اورېدو د عبادتخانې ټول خلق په قهر شول. ۲۹ هغوئ پورته شول، هغه يې د ښاريې نه بهر وويستو او د هغه غرۀ سر ته يې بوتلو چې دغه ښاريه پرې آباده وه، مطلب يې دا وو چې د هلته نه يې ښکته وغورزوى. ۳۰ خو هغه د هغوئ د مينځ نه ووتو او لاړو.

پيريانو نيولے سړے

۳۱ نو بيا د ګليل کفرنحُوم ښاريې ته په راکوزېدو عيسىٰ د سبت په ورځ خلقو له تعليم ورکولو. ۳۲ هغوئ د دۀ په تعليم حق حېران شول ځکه چې هغۀ په پوره اختيار سره خبرې کولې. ۳۳ په عبادتخانه کښې يو سړے وو چې پيريانو نيولے وو. هغۀ په زوره چغې کړې، ۳۴ ”تۀ زمونږ نه څۀ غواړې اے عيسىٰ ناصرى؟ تۀ راغلې چې مونږ هلاک کړې څۀ؟ زۀ دې پېژنم چې تۀ څوک يې، تۀ د خُدائ پاک قُدوس يې.“ ۳۵ عيسىٰ هغه ورټلو او وې وفرمائيل چې، ”غلے شه او د دۀ نه راوځه.“ بيا پيرى هغه سړے د خلقو په مينځ کښې په زمکه راوويشتو او بغېر د څۀ نقصانه يې هغه پرېښودو. ۳۶ خلق حق حېران شول او يو بل ته يې ووئيل، ”د دې سړى په ژبه کښې څۀ کمال دے؟ هغه پوره په اختيار پيريانو ته حُکم ورکوى او هغوئ راوځى.“ ۳۷ نو دغه شان د هغۀ په حقله دا خبره په ټول مُلک کښې خوره شوه.

د ډېرو خلقو روغول

۳۸ د عبادتخانې نه په وتو هغه د شمعون کور ته لاړو، د شمعون خواښې سختې تبې نيولې وه او هغوئ هغۀ ته خواست وکړو چې مدد يې وکړه. ۳۹ هغه ورغے او د هغې په خوا کښې ودرېدلو او تبه يې ورټله، نو د هغې نه تبه لاړه، سمدستى پاڅېده او د هغوئ په خِدمت کولو شروع شوه. ۴۰ د نمر پرېوتو په وخت ټولو خلقو خپل دوستان خپلوان چې په مختلفو بيمارو آخته وُو، هغۀ له راوستل او هغۀ په هر يو باندې خپل لاسونه کېښودل او روغ يې کړل. ۴۱ د ډېرو نه پيريان هم پاڅېدل او دا چغې يې وهلې چې، ”تۀ د خُدائ پاک زوئ يې.“ خو هغۀ هغوئ ورټل او د خبرو نه يې منع کړل ځکه چې هغوئ ته پته وه چې دے مسيح دے.

زيرے د هر چا دپاره دے

۴۲ چې سحر شو نو عيسىٰ بهر يو خوشى بيابان ته لاړو خو خلقو د هغۀ تلاش شروع کړو نو چې وې موندلو په سخته يې ورته ووئيل چې، ”مونږ نه مۀ ځه.“ ۴۳ خو هغۀ ورته وفرمائيل، ”په کار دى چې زۀ د خُدائ پاک د بادشاهۍ زيرے نورو ښارونو ته هم ورسوم ځکه چې زۀ د دې دپاره رالېږلے شوے يم.“ ۴۴ دغه شان د يهوديه په عبادتخانو کښې يې بيان جارى وساتلو.