۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت لوقا زېرے

درېم باب

د حضرت يحيىٰ بپتسمه ورکوونکى وعظ کول

۱ د قيصر تيبريوس د حکومت په پينځلسم کال کښې پنطوس پيلاطوس د يهوديه ګورنر وو او هيروديس د ګليل ګورنر، د هغۀ ورور فيليپوس د اِتُوريه او تراخونيتيس او ليسانياس د ابيلينے ګورنران وُو. ۲ د مشرانو اِمامانو اناس او کائفس په وخت کښې د زکرياه په زوئ يحيىٰ باندې په بيابان کښې د خُدائ پاک کلام نازل شو. ۳ هغه د اُردن په ټوله سيمه کښې ګېرچاپېره وګرځېدو او دا بيان يې کولو چې د توبې بپتسمه واخلئ او ستاسو ګناهونه به معاف شى. ۴ څنګه چې د يشعياه نبى په صحيفه کښې ليکلے شوى دى چې، ”په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز دے چې، د مالِک خُدائ لاره جوړه کړئ او د هغۀ لارې نېغې کړئ. ۵ هره دره به ډکه شى، هره غونډۍ او غر به هوار شى. کاږۀ به نېغ کړے شى، او ناهمواره لار به هواره کړے شى. ۶ او ټول مخلوق به د خُدائ پاک خلاصون ووينى.“ ۷ ګڼ خلق بهر راووتل چې د يحيىٰ نه بپتسمه واخلى خو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”اے د مارانو بچو، تاسو ته چا خبردارے درکړو چې د راتلونکى غضب نه وتښتئ؟ ۸ نو داسې کارونه وکړئ چې ورنه ستاسو د توبې ايستلو پته ولګى. تاسو ځان سره داسې سوچ مۀ کوئ چې ګنې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې خُدائ پاک د دې کاڼو نه هم د اِبراهيم دپاره اولاد پېدا کولے شى. ۹ اوس هم د ونو جرړو ته تبر نيولے شوے دے او هره هغه ونه چې ښۀ مېوه نۀ نيسى هغه به پرې کړے شى او د اور لمبو ته به اچولے شى.“ ۱۰ خلقو ترې تپوس وکړو، ”نو بيا مونږ څۀ وکړو؟“ ۱۱ هغۀ جواب ورکړو چې، ”د کوم سړى سره چې دوه قميصونه وى، يو دې هغۀ له ورکړى چې د چا سره يو هم نۀ وى، او د چا سره چې خوراک وى هغه دې هم داسې وکړى.“ ۱۲ ځينې محصولچيان هم بپتسمې اخستلو له راغلى وُو او هغوئ ترې تپوس وکړو چې، ”اُستاذه. مونږ څۀ وکړو؟“ ۱۳ هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”ستاسو دپاره چې څۀ مقرر شوى دى د هغې نه زيات مۀ اخلئ.“ ۱۴ سپاهيانو هم ترېنه دا تپوس وکړو چې، ”مونږ څۀ وکړو؟“ هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”د چا نه په زوره پېسې مۀ اخلئ او په چا د دروغو اِلزام مۀ لګوئ، په خپله تنخواه صبر کوئ.“ ۱۵ خو ټول خلق د مسيح په اِنتظار وُو او د يحيىٰ په حقله يې په خپلو زړُونو کښې سوچ کولو چې ګنې هغه به مسيح وى. ۱۶ خو يحيىٰ هغوئ ټولو ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو له په اوبو بپتسمه درکوم خو څوک چې راتلونکے دے هغه زما نه ډېر زورَور دے، او زۀ د هغۀ د پېزار د تسمو د پرانستلو جوګه هم نۀ يم. هغه به تاسو ته په روحُ القُدس او په اور بپتسمه درکوى. ۱۷ ښاخۍ د هغۀ په لاس کښې ده. هغه به خپل درمند په ښۀ شان پاکوى او غنم به په خپله خمبه کښې جمع کوى، خو بوس به په هغه اور کښې سوزوى چې هيڅکله نۀ مرى.“ ۱۸ په دې شان سره هغۀ خلق نور هم ډاډه کول او زېرے يې ورته اورولو. ۱۹ خو يحيىٰ هيروديس ګورنر د خپل ورور د ښځې هيرودياس سره په وادۀ کولو او په نورو بدو کارونو ملامته کړو. ۲۰ خو د دې ټولو بدو کارونو دپاسه يې يحيىٰ ګرفتار کړو او په قېدخانه کښې يې واچولو.

د حضرت عيسىٰ بپتسمه

۲۱ کله چې ټولو خلقو بپتسمه واخسته نو عيسىٰ هم بپتسمه واخسته، او چې دُعا يې کوله نو آسمان پرانستے شو، ۲۲ او روحُ القُدس د يوې کونترې په شکل په عيسىٰ راکوز شو او د آسمان نه يو آواز راغلو چې، ”تۀ زما محبوب زوئ يې، ستا نه زۀ راضى يم.“

شجره د حضرت عيسىٰ

۲۳ څۀ وخت چې عيسىٰ خپل خِدمت شروع کړو نو تقريباً د دېرشو کالو وو او د خلقو په خيال دے د يوسف زوئ وو، زوئ د عيلى، ۲۴ زوئ د متات، زوئ د ليوى، زوئ د مِلکى، زوئ د ينا، زوئ د يوسف، ۲۵ زوئ د متتياه، زوئ د عاموس، زوئ د نحُوم، زوئ د اِسلياه، زوئ د نجى، ۲۶ زوئ د ماعت، زوئ د متتياه، زوئ د شمعى، زوئ د يوسيچ، زوئ د يوداه، ۲۷ زوئ د يوحنا، زوئ د ريسا، زوئ د زرُبابل، زوئ د شلتى‌اېل، زوئ د نيرى، ۲۸ زوئ د مِلکى، زوئ د ادى، زوئ د قوسام، زوئ د اِلمدام، زوئ د عير، ۲۹ زوئ د يشوَع، زوئ د اِلى‌عزر، زوئ د يوريم، زوئ د متات، زوئ د ليوى، ۳۰ زوئ د شمعون، زوئ د يهوداه، زوئ د يوسف، زوئ د يونام، زوئ د اِلياقيم، ۳۱ زوئ د ملياه، زوئ د مِناه، زوئ د متتاه، زوئ د ناتن، زوئ د داؤد، ۳۲ زوئ د يَسى، زوئ د عوبيد، زوئ د بوعز، زوئ د سلمون، زوئ د نحشون، ۳۳ زوئ د عمى‌نداب، زوئ د ادمين، زوئ د ارنى، زوئ د حصرون، زوئ د فارص، زوئ د يهوداه، ۳۴ زوئ د يعقوب، زوئ د اِسحاق، زوئ د اِبراهيم، زوئ د تارح، زوئ د نحور، ۳۵ زوئ د سروګ، زوئ د رعو، زوئ د فلج، زوئ د عِبر، زوئ د سِلح، ۳۶ زوئ د قينان، زوئ د ارفکسد، زوئ د شيم، زوئ د نوح، زوئ د لمک، ۳۷ زوئ د مِتهوشله، زوئ د حنوک، زوئ د يارد، زوئ د مهلل‌ايل، زوئ د قينان، ۳۸ زوئ د انوش، زوئ د شيث، زوئ د آدم چې د خُدائ پاک د طرف نه وو.