۰:۰۰ / ۰:۰۰

قرنتیانو ته د پولوس رسول دوهم لیک

پنځم فصل

په اسمان کې زمونږ تلپاتې کور

۱ځکه مونږ پوهیږو کله چې دا دنیاوي خېمه یعنې زمونږ بدن چې مونږ په کې اوسېږو، راولویږي، نو مونږ په اسمان کې د خدای له خوا کور لرو چې د انسان په لاس نه دی جوړ شوی او هغه تلپاتې کور دی. ۲مونږ په دې خېمه کې زګېروي او اوسیلي کوو او په دې ارمان یو چې په هغه اسماني کور یعنې اسماني بدن کې واوسېږو، ۳په حقیقت کې کله چې مونږ هغه کور ته ورداخل شو، نو بې‌کوره یعنې بې‌بدنه به نه یو. ۴په دې خېمه کې چې مونږ اوسېږو، هغه لکه د یو دروند بار په شان دی چې مونږ ورباندې زګېروي کوو. د دې دپاره نه چې مونږ غواړو د دې فاني بدن څخه خلاص شو، ځکه چې مونږ غواړو هغه په داسې بدن باندې بدل کړو چې تلپاتې وي. ۵چا چې مونږ د دې مقصد دپاره تیار کړي یو، هغه خدای دی. هغه خپل روح مونږ ته د ضمانت په توګه راکړی دی چې هغه به دا کار وکړي.

۶نو مونږ تل په دې ډاډه یو او که څه هم په دې پوهیږو چې ترڅو پورې چې مونږ په دې بدن کې یو، نو د څښتن سره به په اسمان کې نه یو. ۷ځکه چې مونږ د ایمان په وسیله ژوند کوو، نه د کوم شي په لیدلو. ۸هو، مونږ ډاډه یو او غوره ګڼو چې دا دنیاوي بدن پرېږدو او د څښتن سره په کور کې واوسېږو. ۹نو که چېرې مونږ دلته په دنیاوي کور کې اوسو یا هلته، خو زمونږ مقصد د څښتن خوشحالول دي. ۱۰ځکه چې مونږ ټول باید د مسیح د قضاوت د تخت په مخکې ودرېږو. مونږ هر یو د هغو کارونو له مخې چې په خپل بدن کې مو کړي دي، هغه څه تر‌لاسه کړو چې مونږ یې وړ یو، که هغه ښه وو او که بد.

د مسیح په وسیله د خدای سره ملګرتیا

۱۱نو له دې امله اوس مونږ پوهیږو چې د څښتن څخه وېره څه شی ده، نو مونږ کوښښ کوو چې نورو ته قناعت ورکړو. خدای مونږ ښه پېژني او زه په دې هیله یم چې تاسو هم مونږ ښه وپېژنئ. ۱۲مونږ نه غواړو چې یوځل بیا تاسو ته د خپلو ځانونو ستاینه وکړو، بلکې غواړو تاسو ته دلیل جوړ کړو چې په مونږ باندې ویاړ وکړئ، ترڅو وکولای شئ هغو خلکو ته ځواب ورکړئ چې د یو کس ظاهري شکل ته ګوري او ورباندې ویاړ کوي، نه دا چې د هغه په زړه کې څه دي. ۱۳که څوک وایي چې مونږ لېوني شوي یو، نو د خدای د جلال دپاره یو او که په سد یو، نو ستاسو د ګټې دپاره یو. ۱۴ځکه چې د مسیح مینه په مونږ باندې واک لري، نو مونږ دې نتیجې ته رسیږو چې مسیح د ټولو دپاره مړ شو، او له دې امله ټول د هغه سره په مرګ کې شریک شول. ۱۵هغه د ټولو دپاره مړ شو، ترڅو څوک چې ژوندي دي، نو هغوی دې نور د خپلو ځانونو دپاره ژوند نه کوي، بلکې د هغه چا دپاره ژوند وکړي چې د هغوی په خاطر مړ شو او بیا راژوندی شو.

۱۶له دې امله مونږ د هېچا په هکله د انساني معیارونو له مخې قضاوت نه کوو. که څه هم یو وخت مونږ د مسیح په هکله داسې قضاوت کاوه، خو نور داسې قضاوت نه کوو. ۱۷څوک چې د مسیح سره یوځای کیږي، نو هغه یو نوی خلقت او موجود دی. هرڅه چې زاړه وو هغه تېر شول. ګورئ، هرڅه نوي شول. ۱۸دا هرڅه د خدای له خوا دي چې مونږ یې د مسیح په وسیله د خپل ځان سره پخلا کړو او مونږ ته یې دا کار راسپارلی دی چې نور خلک هم د هغه سره پخلا کړو. ۱۹دا په دې معنی چې خدای د مسیح په وسیله د نړۍ سره پخلا شو او د هغوی سره یې د سرغړونو حساب ونه کړ او د پخلاینې دا پیغام یې مونږ ته وسپاره.

۲۰نو مونږ د مسیح استازي یو او خدای زمونږ په وسیله غوښتنه کوي چې د مسیح په خاطر تاسو ته زاري وکړو چې د خدای سره پخلا شئ. ۲۱مسیح په بشپړه توګه بې‌ګناه ؤ، خو خدای زمونږ ټول ګناهونه د هغه په اوږو باندې کېښودل، ترڅو د هغه په وسیله مونږ وکولای شو د خدای په وړاندې عادل وګڼل شو.