قرنتیانو ته د پولوس رسول دوهم لیک

څلورم فصل

رڼا په تیاره باندې بری مومي

۱څرنګه چې خدای مونږ ته د خپل رحم له مخې دا کار راسپارلی دی، نو مونږ نه نا‌امیده کېږو. ۲مونږ ټولو د شرم نه ډکو او پټو کارونو څخه خپل ځانونه لېرې ساتلي دي. مونږ کوښښ نه کوو چې یو بل وغولوو او نه مو د خدای کلام غلط تعبیر کړی دی، بلکې مونږ د خدای په حضور کې رښتیا وایو او ټول صادق خلک په دې پوهیږي. ۳حتی که چېرې هغه زېری چې مونږ یې اعلانوو پټ وي، هغه یوازې د هغو کسانو دپاره پټ دی چې د تباهۍ په لاره روان دي. ۴شیطان یعنې د دې دنیا بادار د بې‌ایمانه خلکو ذهنونه تیاره کړي دي، ترڅو د مسیح د جلال نه د ډک زیري هغه رڼا چې د نالیدلي خدای تصویر دی، ونه ویني. ۵مونږ د خپلو ځانونو په هکله وعظ نه کوو، بلکې مونږ دا اعلانوو چې عیسی مسیح څښتن دی او مونږ د هغه په خاطر ستاسو خدمتګاران یو. ۶ځکه چې هماغه خدای وویل:

د تیارې نه دې رڼا وځلیږي.

هغه زمونږ په زړونو کې د خدای د جلال د پېژندنې رڼا د عیسی مسیح په مخ باندې وځلوله.

د خټو په لوښو کې روحاني خزانه

۷خو مونږ خپل د خټو په منګیو کې یوه داسې خزانه لرو چې دا وښایي چې دا ډېر لوی قدرت زمونږ نه، بلکې د خدای دی. ۸مونږ له هرې خوا نه د ستونزو سره مخ یو، خو خپل ځان له لاسه نه ورکوو، کله کله شک کوو، خو نا‌امیدۍ ته نه تسلیمیږو. ۹مونږ ځورول کېږو، خو د خدای له خوا یوازې نه پرېښودل کېږو. مونږ ژوبل کېږو، خو نه تباه کېږو. ۱۰د کړاوونو له امله زمونږ بدن تل د عیسی سره په مرګ کې شریک دی، ترڅو د عیسی ژوند زمونږ په بدنونو کې ولیدل شي. ۱۱ځکه چې مونږ تل په خپل ټول ژوند کې د عیسی په خاطر د مرګ تر خطر لاندې یو، ترڅو په فاني بدن کې د عیسی ژوند ښکاره شي. ۱۲نو مونږ تل د مرګ سره مخ کېږو، ترڅو تاسو تلپاتې ژوندون ولرئ.

۱۳د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

ما ایمان راوړ، نو له همدې امله خبرې کوم.

څرنګه چې مونږ هماغه ایمان لرو، نو مونږ هم خبرې کوو. ۱۴ځکه مونږ پوهیږو هغه خدای چې عیسی مسیح یې د مرګ نه وروسته راژوندی کړ، نو مونږ به هم د عیسی مسیح سره راژوندي کړي او ستاسو سره به مو د خدای حضور ته راولي. ۱۵دا هرڅه ستاسو په خاطر دي او څرنګه چې د خدای فضل په خلکو باندې نور هم زیاتیږي، نو خلک به ډېره شکرګزاري کوي او په دې به د خدای جلال نور هم زیات شي.

د هیلې نه ډک ژوند

۱۶نو مونږ خپله هیله له لاسه نه ورکوو. که څه هم زمونږ بدن ورو ورو د مړ کېدلو په حال کې دی، خو په باطن کې مونږ ورځ په ورځ تازه او قوي کېږو. ۱۷دا وړوکې او زر تېرېدونکې ستونزې مونږ ته لوی او تلپاتې جلال برابروي چې د دې ستونزو او کړاوونو سره د پرتله کولو وړ نه دی. ۱۸نو مونږ هغو شیانو ته نه ګورو چې اوس یې لیدلی شو، بلکې هغو شیانو ته ګورو چې نه لیدل کیږي، ځکه هغه شیان چې لیدل کیږي هغه لنډمحاله دي، خو کوم څه چې نه لیدل کیږي هغه تلپاتې دي.