۰:۰۰ / ۰:۰۰

قرنتیانو ته د پولوس رسول دوهم لیک

شپږم فصل

۱ د خدای د همکارانو په توګه مونږ تاسو نه غوښتنه کوو د خدای کوم فضل چې تاسو یې تر‌لاسه کوئ، هغه بې‌ګټې نه شي. ۲ ځکه چې خدای وایي:

په سم وخت کې چې د ژغورنې ورځ ده

زه به واورمه ستا چیغې د کومک دپاره

ګورئ، اوس ستاسو دپاره د خدای د مهربانۍ وخت راغلی دی او نن د خلاصون ورځ ده.

پولوس ستونزې او تکلیفونه زغمي

۳ مونږ د هېڅ چا په لاره کې خنډ نه جوړوو، ترڅو زمونږ په کار کې کومه غلطي او نقص پیدا نه شي. ۴ بلکې د خدای د خدمتګارانو په توګه مونږ په هر کار کې دا ښایو چې مونږ په ډېر صبر سره ستونزې، سختي، مصیبتونه، ۵ وهل ټکول، بندي کېدل، ګډوډي، زحمتونه، بې‌خوبي، لوږه او تنده زغمو. ۶ مونږ خپل ځانونه په پاکۍ، پوهې، صبر، مهربانۍ، د روح القدس په وسیله او بې‌ریا مینې سره ثابتوو. ۷ مونږ رښتینی پیغام ورکوو او د خدای قدرت په مونږ کې کار کوي. مونږ په خپل ښي لاس او چپ لاس کې عدالت لکه د وسلې په شان نیولی دی. ۸ که زمونږ عزت کیږي یا بې‌عزتي او که زمونږ سپکاوی کیږي یا ستاینه، خو مونږ د خدای خدمت کوو. دوی مونږ غولوونکي ګڼي، خو مونږ رښتیا وایو. ۹ که مونږ ناپېژندل شوي یو، خو بیاهم مشهور یو. که د مرګ په حال کې یو، خو بیاهم ژوندي یو. که وهل کېږو، خو وژل کېږو نه. ۱۰ که څه هم مونږ غمجن یو، خو تل خوشحاله یو. مونږ غریبان یو، خو ډېر خلک شتمن کوو. مونږ هېڅ نه لرو، خو د هرڅه خاوندان یو.

۱۱ ای د قرنتوس د ښار ایماندارانو! مونږ تاسو ته ښکاره او صفا خبرې وکړې. مونږ د زړه له کومي ستاسو سره مینه لرو. ۱۲ مونږ تاسو سره داسې چلند نه کوو چې ګوندې تاسو سره مینه نه کوو، بلکې تاسو زمونږ سره داسې چلند کوئ لکه زمونږ سره چې مینه نه لرئ. ۱۳ اوس زه ستاسو سره داسې خبرې کوم لکه د خپلو اولادونو سره یې چې کوم، نو تاسو هم زمونږ په شان مونږ ته په خپلو زړونو کې ځای راکړئ.

د ژوندي خدای کور

۱۴ د هغو خلکو سره د یو جغ لاندې مه ځې چې په مسیح باندې ایمان نه لري. ځکه څنګه کېدای شي چې نېکي د بدۍ سره ملګرې شي؟ دا څنګه کېدای شي چې رڼا دې د تیارې سره یوځای اوسي. ۱۵ مسیح او شیطان څنګه په خپلو کې سره جوړ راتلی شي؟ یا یو ایماندار د یو بې‌ایمانه سره څنګه ملګرتیا لرلی شي؟ ۱۶ د خدای د کور او بتانو ترمنځ څنګه توافق او یووالی رامنځته کېدای شي؟ ځکه چې مونږ د ژوندي خدای کور یو، لکه څنګه چې خدای ویلي دي:

زه به د هغوی په منځ کې خپل د اوسېدلو ځای جوړ کړم او زه به د هغوی په منځ کې اوسېږم. زه به د هغوی خدای یم او هغوی به زما قوم وي.

۱۷ له همدې امله څښتن وایي:

تاسو د بې‌ایمانه خلکو له منځ نه راووځئ او د هغوی نه خپل ځانونه بېل کړئ. د هغوی ناپاکه شیانو ته لاس مه وروړئ، نو زه به تاسو قبول کړم.

۱۸ مطلق قادر څښتن وایي:

زه به ستاسو پلار یم او تاسو به زما زامن او زما لورګانې یئ.