۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت متى زېرے

دوويشتم باب

د وادۀ د مېلمستيا مِثال

۱بيا عيسىٰ هغوئ ته په مِثالونو کښې وفرمائيل، ۲”د آسمان بادشاهى د هغه بادشاه په شان ده چې د خپل زوئ د وادۀ د روټۍ بندوبست يې کړے وو. ۳خو کله چې هغۀ خپل نوکران رابللے شوو مېلمنو پسې ولېږل نو هغوئ رانۀ غلل. ۴هغۀ بيا نور نوکران ورپسې ولېږل او ورته يې ووئيل چې رابللے شوو خلقو ته دا ووايئ چې دا روټۍ ما ستاسو دپاره کړې ده. ما خپل غوَيان او څاربۀ څاروى ستاسو دپاره حلال کړى دى، هر څۀ تيار دى، د وادۀ روټۍ له راشئ. ۵خو هغوئ يې هيڅ پرواه ونۀ کړه، يو خپل پټى ته لاړو او بل خپلې سوداګرۍ پسې لاړو. ۶او نورو د هغۀ نوکران ونيول، بې‌عزته يې کړل او وې وژل. ۷بادشاه غصه شو، هغۀ د هغه قاتلانو د وژلو دپاره فوج ولېږلو او د هغوئ ښار يې وسوزولو. ۸بيا هغۀ خپلو نوکرانو ته ووئيل، د وادۀ روټۍ تياره ده خو کوم مېلمانۀ چې ما رابللى وُو هغوئ د دې عزت لائق نۀ وُو. ۹لويو لارو او چوکونو ته لاړ شئ او هر څوک چې بيا مومئ د روټۍ دعوت ورکړئ. ۱۰نوکران بازار ته ووتل او ښۀ او بد ټول يې راوبلل او دغه شان د مېلمنو نه هال ډک شو. ۱۱خو څۀ وخت چې بادشاه راغلو چې مېلمانۀ ووينى نو هغۀ وکتل چې يو سړى د وادۀ مناسبې جامې اچولې نۀ وې. ۱۲بادشاه ورته ووئيل چې زما ملګريه، تۀ د وادۀ د جامو نه بغېر دلته څنګه راغلې؟ هغۀ سره هيڅ جواب نۀ وو. ۱۳نو بادشاه خپلو خادِمانو ته ووئيل چې د دۀ لاس او پښې وتړئ او بهر په تيارۀ کښې يې وغورزوئ، هغه ځائ چې ژړا او د غاښونو چيچل به په کښې وى. ۱۴ځکه چې رابلل شوى خو ډېر دى، خو غوره شوى لږ دى.“

د روم قيصر له ماليه ورکول

۱۵بيا فريسيان لاړل او په خپلو کښې يې منصوبه جوړه کړه چې هغه څنګه په خپلو خبرو کښې راګېر کړُو. ۱۶هغوئ خپل ځينې مريدان د هيروديوس د طرفدارانو سره عيسىٰ له ورولېږل، هغوئ ورته ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ خبر يُو چې تۀ يو رښتينے سړے يې او د هيچا طرفدارى نۀ کوې، کۀ هغه هر څوک هم وى، خو تۀ د خُدائ پاک د لارې تعليم په رښتيا سره ورکوې. ۱۷مونږ ته په دې حقله خپله فېصله راکړه چې ولې مونږ ته دا روا دى چې د روم قيصر له محصُول ورکړو او کۀ نه؟“ ۱۸خو عيسىٰ د هغوئ په سازش پوهه وو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”اے مُنافقانو، تاسو ما ولې راګېروئ؟ ۱۹تاسو ما ته د محصُول سکه وښايئ.“ هغوئ د سپينو زرو يوه سکه ورته ورکړه. ۲۰عيسىٰ تپوس وکړو چې، ”دا د چا تصوير دے او د چا نوم پرې ليکلے دے؟“ ۲۱هغوئ جواب ورکړو چې، ”د قيصر.“ هغۀ دوئ ته وفرمائيل، ”څۀ چې د قيصر وى، هغه قيصر له او څۀ چې د خُدائ پاک وى، هغه خُدائ پاک له ورکوئ.“ ۲۲په دې جواب هغوئ حق حېران شول او هغه يې پرېښودو او ترې روان شول.

د قيامت په حق کښې تپوس

۲۳هم په دغه ورځ ځينې صدوقيان څوک چې د قيامت نه منکر دى هغۀ له راغلل او هغۀ نه يې دا تپوس وکړو چې، ۲۴”اُستاذه، موسىٰ مونږ ته دا ښودلى دى چې کۀ د چا ورور مړ شى او ښځه يې پاتې شى او بچى يې نۀ وى نو بل ورور دې هغه کونډه وادۀ کړى او د هغۀ نسل دې پېدا کړى. ۲۵نو اوس اووۀ وروڼه وُو، وړومبى وادۀ وکړو او بې‌اولاده مړ شو. د هغۀ اولاد نۀ وو، نو د هغۀ ښځه د هغۀ ورور ته پاتې شوه. ۲۶دغه شان بيا دوېم، درېم تر دې چې خبره تر اوومه پورې ورسېده. ۲۷آخر هغه ښځه هم مړه شوه. ۲۸نو دا راته ووايه چې د قيامت په ورځ به دغه ښځه د چا وى، ځکه چې ورسره ټولو وادۀ کړے وو؟“ ۲۹عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو په غلطه يئ ځکه چې نۀ خو تاسو په صحيفو پوهېږئ او نۀ د خُدائ پاک په قدرت خبر يئ. ۳۰ځکه چې په قيامت کښې به ښځې او سړى يو بل سره وادۀ نۀ کوى. هغوئ به د آسمان د فرښتو په شان وى. ۳۱خو د مړو د بيا راژوندى کېدو په حقله تاسو د خُدائ پاک هغه قول نۀ دے لوستلے چې خُدائ په خپله فرمائيلى دى چې، ۳۲”زۀ د اِبراهيم خُدائ پاک، د اِسحاق خُدائ پاک او د يعقوب خُدائ پاک يم.“ هغه د مړو خُدائ پاک نۀ دے خو د ژوندو خُدائ پاک دے.“ ۳۳خلقو د هغۀ خبرې واورېدلې او د هغۀ په تعليم حېران شول.

په شريعت کښې د ټولو نه لوئ حکم

۳۴فريسيان چې په دې خبر شول چې عيسىٰ د صدوقيانو خولې بندې کړې دى نو راغونډ شول. ۳۵د هغوئ يو عالم د آزمېښت دپاره دا تپوس وکړو، ۳۶”اُستاذه، په شريعت کښې د ټولو نه لوئ حکم کوم يو دے؟“ ۳۷هغۀ ورله جواب ورکړو چې، ”د مالِک خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ، په پوره ځان او په پوره عقل سره مينه ساتئ. ۳۸دا د ټولو نه لوئ او اول حکم دے. ۳۹او دوېم حکم هم په دې شان دے چې، د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ. ۴۰د شريعت او د نبيانو د تعليم ټول بنياد په دې دواړو حکمونو دے.“

د داؤد د نسل په حقله تپوس

۴۱عيسىٰ د راجمع شوو فريسيانو نه تپوس وکړو چې، ۴۲”تاسو د مسيح په حقله څۀ وايئ؟ هغه د چا زوئ دے؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”د داؤد زوئ دے.“ ۴۳هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”داؤد بيا څنګه هغۀ ته د روحُ القُدس په الهام کښې مالِک وائى؟ ۴۴ځکه چې هغه وائى، ”مالِک زما مالِک ته وفرمائيل چې زما ښى لاس ته کښېنه، ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې نۀ کړم.“ ۴۵کۀ چرې داؤد ورته مالِک وائى نو بيا هغه د داؤد زوئ څنګه کېدے شى؟“ ۴۶يو کس هم د هغۀ په جواب څۀ ونۀ وئيل او د دې ورځې نه پس هيچا هم د هغۀ نه د تپوس کولو همت ونۀ کړو.