مخکینۍ څپرکۍ

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت متى زېرے

اول باب

د حضرت عيسىٰ نسب‌نامه

۱د عيسىٰ مسيح نسب‌نامه، نسل د داؤد، نسل د اِبراهيم. ۲اِبراهيم د اِسحاق پلار وو، اِسحاق د يعقوب، يعقوب د يهوداه او د هغۀ د وروڼو پلار وو. ۳او يهوداه د فارص او زارح پلار وو، د دوئ مور تامار وه. فارص نه حصرون او حصرون نه رام پېدا شو. ۴د رام نه عمى‌نداب پېدا شو. د عمى‌نداب نه نحشون پېدا شو او د نحشون نه سلمون، ۵د سلمون نه بوعز، د دۀ مور راحب وه، د بوعز نه عوبيد پېدا شو، د دۀ مور روت وه. د عوبيد نه يَسى، ۶او د يَسى نه داؤد بادشاه پېدا شو. داؤد د سليمان پلار وو، د هغۀ مور اول د اورِياه ښځه وه، ۷د سليمان زوئ رحُبعام وو، د رحُبعام زوئ ابياه، د ابياه زوئ آسا. ۸د آسا زوئ يهوسفط، د يهوسفط زوئ يورام او د يورام زوئ عُزياه، ۹او د عُزياه زوئ يوتام او د يوتام زوئ احاز، د احاز زوئ حزقياه، ۱۰د حزقياه زوئ منسى، د منسى زوئ امون، د امون زوئ يوسياه، ۱۱د يوسياه زوئ يکونياه، او د هغۀ وروڼه په هغه زمانه کښې پېدا شول چې بابل ته جلاوطن کړے شو. ۱۲د جلاوطنۍ او بابل ته د دوئ د بوتللو نه پس د يکونياه نه شلتى‌اېل پېدا شو او شلتى‌اېل د زرُبابل پلار وو، ۱۳زرُبابل د ابيهود، او ابيهود د اِلياقيم او اِلياقيم د عازور پلار وو. ۱۴او د عازور نه صدوق پېدا شو، صدوق د اخيم پلار وو، اخيم د اليهود، ۱۵اليهود د اِلى‌عزر، اِلى‌عزر د متان، متان د يعقوب، ۱۶او يعقوب د يوسف پلار وو. يوسف د مريم خاوند وو چې عيسىٰ ترې پېدا شو څوک چې مسيح بللے کيږى. ۱۷د اِبراهيم نه تر داؤد پورې ټولې څوارلس پيړۍ دى، او د داؤد نه بابل ته د جلاوطنۍ پورې څوارلس پيړۍ، او د جلاوطنۍ نه تر مسيح پورې څوارلس پيړۍ دى.

د حضرت عيسىٰ پېدايښت

۱۸نو د عيسىٰ مسيح د پېدايښت قيصه داسې ده چې هرکله چې د هغۀ مور مريم يوسف ته کوژدن شوه نو د وادۀ نه وړاندې دا پته ولګېده چې د هغې اُميدوارى د روحُ القُدس نه ده. ۱۹يوسف د هغې چنغول يو نېک سړے وو، نو هغۀ د هغې د بدنامۍ نه د بچ کولو دپاره په پړده کښې د کوژدن ماتولو اراده وکړه. ۲۰هغۀ دا اراده کړې وه چې په دې کښې د مالِک خُدائ يوه فرښته په خوب کښې ورته راغله او وې فرمائيل چې، ”اے د داؤد زويه يوسفه، د مريم سره د وادۀ کولو نه مۀ يرېږه ځکه چې د هغې اُميدوارى د روحُ القُدس په قدرت ده. ۲۱د هغې به زوئ وشى او تۀ پرې عيسىٰ نوم کېږده، ولې چې هغه به خپل اُمت د ګناهونو نه خلاصوى.“ ۲۲دا هر څۀ ځکه وشول چې مالِک خُدائ د پېغمبر په وسيله څۀ فرمائيلى وُو هغه پوره شى، ۲۳”ګوره، يوه پېغله به اُميدواره شى او زوئ به يې وشى او د هغۀ نوم به عمانو‌ايل کېږدى، چې مطلب يې دے، خُدائ پاک زمونږ مل دے.“ ۲۴هرکله چې يوسف د خوبه بېدار شو نو د مالِک خُدائ د فرښتې حکم يې ومنلو او مريم سره يې وادۀ وکړو او کور ته يې راوسته. ۲۵نو بيا هغه تر هغه وخته پورې د هغې سره مِلاو نۀ شو ترڅو چې د هغې زوئ پېدا شوے نۀ وو. نو هغۀ پرې عيسىٰ نوم کېښودو.

مخکینۍ څپرکۍ