۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت متى زېرے

يوويشتم باب

په يروشلم کښې د حضرت عيسىٰ کاميابه استقبال

۱هغوئ يروشلم ته نزدې شول او کله چې دوئ د زيتُونو په غر کښې د بيتِ‌فګے کلى ته ورسېدل نو عيسىٰ دوه مريدان د دې هداياتو سره ورولېږل چې، ۲”دې مخامخ کلى ته ورشئ نو تاسو به يوه خره تړلې ومومئ چې خپل کوچاڼے به ورسره وى. هغه پرانيزئ او ما له يې راولئ. ۳کۀ څوک درته څۀ وائى نو ورته ووايئ چې دا د مالِک په کار دى او هغه به يې تاسو سره سمدستى راپرېږدى.“ ۴دا د هغې پېشګويۍ پوره کول دى چې په کښې وئيلے شوى دى چې، ۵”صيون لور ته ووايئ چې ګوره، ستا بادشاه درروان دے، څوک چې حليم دے، په خرۀ سور، په کوچاڼے يعنې په کوچى باندې.“ ۶مريدان لاړل او هغه څۀ يې وکړل چې عيسىٰ ورته فرمائيلى وُو. ۷خره او د هغې کوچاڼے يې راوستل، هغوئ خپلې جامې پرې واچولې او هغه پرې سور شو. ۸ګڼو خلقو خپلې جامې د هغۀ په لاره کښې وغوړولې او ځينې خلقو د ونو څانګې راماتې کړې او لاره يې ورته ښائسته کړه. ۹او بيا کومه ډله چې ورنه وړاندې وروستو روانه وه هغوئ ټولو دا چغې وهلې، ”مبارک دې وى د داؤد د زوئ. مبارک دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نامه راځى. په آسمان کښې دې په هغۀ مبارکى وى.“ ۱۰کله چې عيسىٰ يروشلم ښار ته ورننوتو نو ټول ښار کښې بلوه جوړه شوه او تپوس يې وکړو چې، ”دا څوک دے؟“ ۱۱او ګڼې ورته جواب ورکړو چې، ”د ګليل د ناصرت نه دا عيسىٰ پېغمبر دے.“

د خُدائ د کور پاکول

۱۲عيسىٰ بيا د خُدائ کور ته ورننوتو او هغه ټول خلق چې د خُدائ په کور کښې يې سوداګرى کوله، وشړل او د صرافانو تختې او د کونترو د خرڅوونکو کُرسۍ يې نسکورې کړې، ۱۳او ورته يې وفرمائيل چې، ”صحيفې وائى چې زما کور به د دُعا کور بللے شى، خو تاسو ترې د ډاکوانو اډه جوړه کړې ده.“ ۱۴او د خُدائ په کور کښې ورته ړاندۀ او شل خلق راغلل او هغوئ يې روغ کړل. ۱۵اِمامانو او د شرعې عالمانو چې دا حېرانونکى معجزې وليدلې چې هغۀ وکړلې او د خُدائ په کور کښې چې د ماشومانو چغې واورېدې چې، ”مبارک دې وى د داؤد زوئ،“ نو دوئ خفه وُو. ۱۶نو هغۀ ته يې ووئيل چې، ”دا ماشومان چې څۀ وائى، تۀ يې اورې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”آو، زۀ يې اورم. ولې تاسو صحيفې نۀ دى لوستلى چې، د وړو او تى رودونکو خولۀ دې ته جوړه کړه چې ستا ثنا ووائى.“ ۱۷بيا د دوئ نه رُخصت شو او د ښار نه بهر بيتِ‌عنياه ته لاړو او هلته يې شپه تيره کړه.

د اينځر په ونې لعنت

۱۸بل سحر چې عيسىٰ ښار ته راتلو نو اوږے شو. ۱۹د لارې په غاړه يې د اينځر يوه ونه وليده او هغې له ورغلو خو د پاڼو نه بغېر يې په کښې هيڅ ونۀ موندل. هغۀ ونې ته وفرمائيل چې، ”تۀ دې پس د دې نه تل تر تله شنډه يې.“ او ونه په هغه ټکى اوچه شوه. ۲۰مريدان په دې ننداره حېران شول. هغوئ تپوس وکړو چې، ”دا لا څۀ چل دے؟ دا د اينځر ونه څنګه داسې سمدستى اوچه شوه؟“ ۲۱عيسىٰ ورله جواب ورکړو چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم کۀ چرې ستاسو ايمان کامِل وى او شک نۀ کوئ نو تاسو به هم هغه څۀ وکړئ کوم چې د اينځر د ونې سره وشول، خو لا د دې نه هم زيات. کۀ تاسو دې غرۀ ته ووايئ چې د دې خپل ځايه اوچت شه او سمندر کښې وغورزېږه، نو څۀ چې تاسو وايئ هغه شان به وشى. ۲۲کومه دُعا چې تاسو په ايمان وغواړئ نو هغه به ټوله قبوله شى.“

د حضرت عيسىٰ د اختيار په حقله تپوس

۲۳عيسىٰ د خُدائ کور ته ننوتو او کله چې يې تعليم ورکولو نو مشر اِمام او د قوم مشران ورله راغلل او دا سوال يې پرې وکړو چې، ”تۀ دا کارونه په کوم اختيار کوې او دا اختيار تا له چا درکړے دے؟“ ۲۴عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”زۀ هم ستاسو نه يو تپوس کوم، تاسو يې جواب راکړئ نو زۀ به هم تاسو ته دا وښايم چې په کوم اختيار زۀ دا کارونه کوم. ۲۵د يحيىٰ بپتسمه د آسمان د لورى وه او کۀ د انسان نه؟“ په دې هغوئ د يو بل سره په بحث شول چې، ”کۀ مونږ دا ووايو چې د آسمان نه، نو هغه به راته ووائى چې بيا تاسو په هغۀ ايمان ولې رانۀ وړو؟ ۲۶او کۀ دا ووايو چې د انسانانو د لورى وه، نو هسې نه چې خلق مو ونيسى ځکه چې هغوئ ټول دا منى چې يحيىٰ نبى وو.“ ۲۷نو هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ خبر نۀ يُو.“ عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”بيا به زۀ هم دا درته ونۀ وايم چې زۀ په کوم اختيار دا کارونه کوم.

د دوو زامنو مِثال

۲۸خو تاسو په دې حقله څۀ خيال کوئ چې د يو سړى دوه زامن وُو. هغه اول مشر له ورغلو او ورته يې ووئيل چې زويه، لاړ شه او نن د انګورو په باغ کښې کار وکړه. ۲۹هلک ورته جواب ورکړو چې پلاره، زۀ نۀ ځم، خو وروستو هغه پښېمانه شو او لاړو. ۳۰بيا پلار کشر زوئ له ورغلو او ورته يې هم هغه شان ووئيل. خو هغۀ جواب ورکړو چې زۀ به لاړ شم، خو هغه باغ ته لا نۀ ړو. ۳۱په دواړو کښې کوم يو د پلار په رضا کار وکړو؟“ هغوئ ووئيل چې، ”مشر.“ بيا عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې محصولچيان او کنجرې به هم د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې ستاسو نه مخکښې داخليږى. ۳۲ځکه چې کله چې يحيىٰ تاسو ته د سمې لارې د ښودلو دپاره راغلو نو تاسو پرې يقين ونۀ کړو، خو محصولچيانو او کنجرو پرې ايمان راوړو. خو سره د دې چې تاسو دا وليدل، تاسو پښېمانه نۀ شوئ او هغه مو ونۀ منلو.

د انګورو باغ او د زميندارانو مِثال

۳۳يو بل مِثال واورئ، يو زميندار وو چې د انګورو باغ يې ولګولو، ګېرچاپېره يې دېوال ترې تاو کړو او په کښې يې د انګورو دپاره لنګرۍ ولګوله او د څوکيدارۍ دپاره يې په کښې يو برج جوړ کړو او بيا يې زميندارانو له په اجاره ورکړو او بل مُلک ته لاړو. ۳۴کله چې د مېوې موسم راغلو هغۀ يو نوکر اجاره دارو له ورولېږلو چې د هغوئ نه د هغۀ د پېداوار برخه وصول کړى. ۳۵خو هغوئ د هغۀ نوکران ونيول، يو يې ووهلو، دوېم يې مړ کړو او درېم يې سنګسار کړو. ۳۶بيا هغۀ نور نوکران ورولېږل، دا ځل زيات کسان وُو او هغوئ ورسره هم هغه سلوک وکړو. ۳۷په آخر کښې يې خپل زوئ په دې خيال ورولېږلو چې ګنې زما د زوئ خاطر خو به وکړى. ۳۸خو چې زميندارو د دۀ زوئ وليدو نو يو بل ته يې ووئيل چې هم دغه وارث دے، راځئ چې مړ يې کړُو او ميراث به يې زمونږ شى. ۳۹او هغه يې راونيوو د انګورو د باغ نه يې بهر وغورزولو او مړ يې کړو. ۴۰کله چې د انګورو د باغ مالِک راشى نو هغه به د دې زميندارو سره څۀ سلوک وکړى؟“ ۴۱هغوئ جواب ورکړو چې، ”هغه به دا بدکارى په خراب مرګ ووژنى او باغ به نورو زميندارو له په اجاره ورکړى، څوک چې به په موسم کښې د دۀ د مېوې برخه پوره پوره ورکوى.“ ۴۲بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو چرې په صحيفو کښې دا نۀ دى وئيلى چې، ”کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړو، هم هغه د ګوټ سر کاڼے شو. دا د مالِک خُدائ له خوا وشو، او دا زمونږ په نظر کښې عجيبه ښکارى.“ ۴۳ځکه زۀ تاسو ته وايم چې د خُدائ پاک بادشاهى به تاسو نه واخستے شى او هغه قوم له به ورکړے شى څوک چې يې پوره مېوه ورکوى. ۴۴هر څوک چې د دې کاڼى سره تيندک وخورى هغه به ټوټې ټوټې شى، او کۀ په چا دا راپرېوځى نو هغه به ريز مريز کړى.“ ۴۵کله چې مشرانو اِمامانو او فريسيانو دا مثالونه واورېدل نو هغوئ پوهه شول چې دا ټول مثالونه په هغوئ پورې دى. ۴۶هغوئ غوښتل چې دے ګرفتار کړى خو د خلقو نه يرېدل ځکه چې هغوئ عيسىٰ نبى ګڼلو.