0:00 / 0:00

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت متى زېرے

دوويشتم باب

د وادۀ د مېلمستيا مِثال

۱ بيا عيسىٰ هغوئ ته په مِثالونو کښې وفرمائيل، ۲ ”د آسمان بادشاهى د هغه بادشاه په شان ده چې د خپل زوئ د وادۀ د روټۍ بندوبست يې کړے وو. ۳ خو کله چې هغۀ خپل نوکران رابللے شوو مېلمنو پسې ولېږل نو هغوئ رانۀ غلل. ۴ هغۀ بيا نور نوکران ورپسې ولېږل او ورته يې ووئيل چې رابللے شوو خلقو ته دا ووايئ چې دا روټۍ ما ستاسو دپاره کړې ده. ما خپل غوَيان او څاربۀ څاروى ستاسو دپاره حلال کړى دى، هر څۀ تيار دى، د وادۀ روټۍ له راشئ. ۵ خو هغوئ يې هيڅ پرواه ونۀ کړه، يو خپل پټى ته لاړو او بل خپلې سوداګرۍ پسې لاړو. ۶ او نورو د هغۀ نوکران ونيول، بې‌عزته يې کړل او وې وژل. ۷ بادشاه غصه شو، هغۀ د هغه قاتلانو د وژلو دپاره فوج ولېږلو او د هغوئ ښار يې وسوزولو. ۸ بيا هغۀ خپلو نوکرانو ته ووئيل، د وادۀ روټۍ تياره ده خو کوم مېلمانۀ چې ما رابللى وُو هغوئ د دې عزت لائق نۀ وُو. ۹ لويو لارو او چوکونو ته لاړ شئ او هر څوک چې بيا مومئ د روټۍ دعوت ورکړئ. ۱۰ نوکران بازار ته ووتل او ښۀ او بد ټول يې راوبلل او دغه شان د مېلمنو نه هال ډک شو. ۱۱ خو څۀ وخت چې بادشاه راغلو چې مېلمانۀ ووينى نو هغۀ وکتل چې يو سړى د وادۀ مناسبې جامې اچولې نۀ وې. ۱۲ بادشاه ورته ووئيل چې زما ملګريه، تۀ د وادۀ د جامو نه بغېر دلته څنګه راغلې؟ هغۀ سره هيڅ جواب نۀ وو. ۱۳ نو بادشاه خپلو خادِمانو ته ووئيل چې د دۀ لاس او پښې وتړئ او بهر په تيارۀ کښې يې وغورزوئ، هغه ځائ چې ژړا او د غاښونو چيچل به په کښې وى. ۱۴ ځکه چې رابلل شوى خو ډېر دى، خو غوره شوى لږ دى.“

د روم قيصر له ماليه ورکول

۱۵ بيا فريسيان لاړل او په خپلو کښې يې منصوبه جوړه کړه چې هغه څنګه په خپلو خبرو کښې راګېر کړُو. ۱۶ هغوئ خپل ځينې مريدان د هيروديوس د طرفدارانو سره عيسىٰ له ورولېږل، هغوئ ورته ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ خبر يُو چې تۀ يو رښتينے سړے يې او د هيچا طرفدارى نۀ کوې، کۀ هغه هر څوک هم وى، خو تۀ د خُدائ پاک د لارې تعليم په رښتيا سره ورکوې. ۱۷ مونږ ته په دې حقله خپله فېصله راکړه چې ولې مونږ ته دا روا دى چې د روم قيصر له محصُول ورکړو او کۀ نه؟“ ۱۸ خو عيسىٰ د هغوئ په سازش پوهه وو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”اے مُنافقانو، تاسو ما ولې راګېروئ؟ ۱۹ تاسو ما ته د محصُول سکه وښايئ.“ هغوئ د سپينو زرو يوه سکه ورته ورکړه. ۲۰ عيسىٰ تپوس وکړو چې، ”دا د چا تصوير دے او د چا نوم پرې ليکلے دے؟“ ۲۱ هغوئ جواب ورکړو چې، ”د قيصر.“ هغۀ دوئ ته وفرمائيل، ”څۀ چې د قيصر وى، هغه قيصر له او څۀ چې د خُدائ پاک وى، هغه خُدائ پاک له ورکوئ.“ ۲۲ په دې جواب هغوئ حق حېران شول او هغه يې پرېښودو او ترې روان شول.

د قيامت په حق کښې تپوس

۲۳ هم په دغه ورځ ځينې صدوقيان څوک چې د قيامت نه منکر دى هغۀ له راغلل او هغۀ نه يې دا تپوس وکړو چې، ۲۴ ”اُستاذه، موسىٰ مونږ ته دا ښودلى دى چې کۀ د چا ورور مړ شى او ښځه يې پاتې شى او بچى يې نۀ وى نو بل ورور دې هغه کونډه وادۀ کړى او د هغۀ نسل دې پېدا کړى. ۲۵ نو اوس اووۀ وروڼه وُو، وړومبى وادۀ وکړو او بې‌اولاده مړ شو. د هغۀ اولاد نۀ وو، نو د هغۀ ښځه د هغۀ ورور ته پاتې شوه. ۲۶ دغه شان بيا دوېم، درېم تر دې چې خبره تر اوومه پورې ورسېده. ۲۷ آخر هغه ښځه هم مړه شوه. ۲۸ نو دا راته ووايه چې د قيامت په ورځ به دغه ښځه د چا وى، ځکه چې ورسره ټولو وادۀ کړے وو؟“ ۲۹ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو په غلطه يئ ځکه چې نۀ خو تاسو په صحيفو پوهېږئ او نۀ د خُدائ پاک په قدرت خبر يئ. ۳۰ ځکه چې په قيامت کښې به ښځې او سړى يو بل سره وادۀ نۀ کوى. هغوئ به د آسمان د فرښتو په شان وى. ۳۱ خو د مړو د بيا راژوندى کېدو په حقله تاسو د خُدائ پاک هغه قول نۀ دے لوستلے چې خُدائ په خپله فرمائيلى دى چې، ۳۲ ”زۀ د اِبراهيم خُدائ پاک، د اِسحاق خُدائ پاک او د يعقوب خُدائ پاک يم.“ هغه د مړو خُدائ پاک نۀ دے خو د ژوندو خُدائ پاک دے.“ ۳۳ خلقو د هغۀ خبرې واورېدلې او د هغۀ په تعليم حېران شول.

په شريعت کښې د ټولو نه لوئ حکم

۳۴ فريسيان چې په دې خبر شول چې عيسىٰ د صدوقيانو خولې بندې کړې دى نو راغونډ شول. ۳۵ د هغوئ يو عالم د آزمېښت دپاره دا تپوس وکړو، ۳۶ ”اُستاذه، په شريعت کښې د ټولو نه لوئ حکم کوم يو دے؟“ ۳۷ هغۀ ورله جواب ورکړو چې، ”د مالِک خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ، په پوره ځان او په پوره عقل سره مينه ساتئ. ۳۸ دا د ټولو نه لوئ او اول حکم دے. ۳۹ او دوېم حکم هم په دې شان دے چې، د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ. ۴۰ د شريعت او د نبيانو د تعليم ټول بنياد په دې دواړو حکمونو دے.“

د داؤد د نسل په حقله تپوس

۴۱ عيسىٰ د راجمع شوو فريسيانو نه تپوس وکړو چې، ۴۲ ”تاسو د مسيح په حقله څۀ وايئ؟ هغه د چا زوئ دے؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”د داؤد زوئ دے.“ ۴۳ هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”داؤد بيا څنګه هغۀ ته د روحُ القُدس په الهام کښې مالِک وائى؟ ۴۴ ځکه چې هغه وائى، ”مالِک زما مالِک ته وفرمائيل چې زما ښى لاس ته کښېنه، ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې نۀ کړم.“ ۴۵ کۀ چرې داؤد ورته مالِک وائى نو بيا هغه د داؤد زوئ څنګه کېدے شى؟“ ۴۶ يو کس هم د هغۀ په جواب څۀ ونۀ وئيل او د دې ورځې نه پس هيچا هم د هغۀ نه د تپوس کولو همت ونۀ کړو.