۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت متى زېرے

لسم باب

د حضرت عيسىٰ دولس مريدان

۱بيا عيسىٰ خپل دولس مريدان راوغوښتل او هغوئ له يې د پيريانو شړلو او د هر قِسم بيماريانو او مرضونو شفا اختيار ورکړو. ۲د هغه دولسو مريدانو نومونه دا دى، اول شمعون چې پطروس ورته وائى او د هغۀ ورور اندرياس، د زبدى زوئ يعقوب او د هغۀ ورور يوحنا، ۳فيليپوس او برتلماۍ، توما او متى محصولچى، د حلفى زوئ يعقوب او تدى، ۴شمعون ننګيالے او يهوداه اِسکريوتى، يعنې هغه سړے چې په عيسىٰ يې جاسوسى وکړه.

رسولانو ته هدايت

۵عيسىٰ دا دولس کسان د دې هداياتو سره ولېږل چې، ”د غېر يهودى قومونو په طرف مۀ ځئ او د سامريانو ښار ته مۀ ننوځئ، ۶خو د هغې په ځائ د بنى اِسرائيلو د خاندان ورکو شوو ګډو له لاړ شئ. ۷او په تلو تلو کښې دا پېغام ورکوئ چې د آسمان بادشاهى رانزدې شوې ده. ۸بيماران جوړَوئ، مړى ژوندى کوئ، جذاميان پاکوئ او پيريان شړئ. تاسو ته دا اختيار مفت درکړے شو او مفت يې ورکوئ. ۹سرۀ زر يا سپين زر يا تانبه په خپلې تيلۍ کښې مۀ اخلئ. ۱۰د ځان سره نۀ د سفر تيلۍ، نۀ دوېم قميص، نۀ اضافى پېزار او مۀ امسا اخلئ، ځکه چې مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دے. ۱۱کوم ښار يا کلى ته چې تاسو ننوځئ نو د داسې يو عزتمند سړى کور ته ورځئ چې د ورتلو قابل وى، او هلته پاتې شئ تر هغې چې د هغه ځايه بل ځائ ته رُخصت شئ. ۱۲کوم کور ته چې تاسو ننوځئ، د هغوئ سلامتى غواړئ. ۱۳کۀ هغه د دې لائق وى نو ستاسو سلامتى به ورورسيږى، او کۀ لائق نۀ وى نو ستاسو سلامتى به واپس تاسو ته راوګرځى. ۱۴خو کۀ چرې څوک تاسو قبول نۀ کړى او غوږ درته ونۀ نيسى نو چې کله تاسو هغه کور يا ښار پرېږدئ نو د خپلو پښو نه دوړې وڅنډئ. ۱۵زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې په ورځ د قيامت به د سدوم او د عموره د خلقو حال د دې ښار د خلقو د حال نه ښۀ وى.

د راتلونکى عذاب په حقله

۱۶ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم. د مارانو په شان هوښيار او د کونترو په شان بې‌آزاره اوسئ. ۱۷خبردار اوسئ چې دوئ به تاسو عدالتونو ته حواله کوى او په خپلو عبادتخانو کښې به مو په کوړو وهى، ۱۸او زما د خاطره به تاسو حاکمانو او بادشاهانو ته وړاندې کوى چې د هغوئ او غېر‌يهوديانو دپاره ګواهان شئ. ۱۹خو هر کله چې تاسو ونيولے شئ نو د دې سوچ مۀ کوئ چې تاسو به څۀ او څنګه ووايئ. چې وخت راشى نو هغه خبرې به په خپله ستاسو خولې ته راشى چې تاسو ته يې ضرورت وى. ۲۰ځکه کومې خبرې چې تاسو کوئ دغه به تاسو په خپله نۀ کوئ، خو ستاسو په ذريعه به ستاسو د آسمانى پلار روح خبرې کوى. ۲۱ورور به د ورور د مرګ جاسوس شى او پلار به د زوئ، او اولاد به د مور پلار خلاف شى او مرګ ته به يې حواله کوى. ۲۲ټول به زما د نوم په سبب تاسو سره کينه کوى خو هغه څوک چې تر آخره قائم پاتې شى هغه به بچ شى. ۲۳کله چې تاسو په يو ښار کښې وزورولے شئ نو بل ته لاړ شئ. زۀ درته رښتيا وايم چې د دې نه وړاندې چې تاسو د بنى اِسرائيلو په ټولو ښارونو کښې وګرځئ نو اِبن آدم به واپس راشى. ۲۴شاګرد د خپل اُستاذ نه لوئ نۀ وى او نۀ نوکر د خپل مالِک نه. ۲۵د شاګرد دپاره دا کافى ده چې د اُستاذ په شان شى او نوکر د خپل مالِک په شان. کۀ د يو کور مالِک ته بعلزبول وئيلے شى نو د هغۀ د کور کسان به د دې نه هم په خراب نوم ياد کړے شى.

د چا نه يرېدل په کار دى

۲۶نو د هغوئ نه يره مۀ کوئ ځکه چې داسې پټ څيز نشته چې ښکاره به نۀ شى، او نۀ داسې پټ راز شته چې هغه به ښکاره نۀ شى. ۲۷څۀ چې زۀ تاسو ته په تيارۀ کښې وايم نو تاسو يې په رڼا کښې وايئ. څۀ چې تاسو ته په غوږ کښې ووئيلے شى هغه تاسو د چت دپاسه په چغو وايئ. ۲۸د هغه چا نه مۀ يرېږئ څوک چې وجود وژنى خو روح نۀ شى وژلے، خو د هغه چا نه يرېږئ څوک چې روح او بدن دواړه په دوزخ کښې بربادولے شى. ۲۹ولې دوه چڼچڼې په يوه پېسه نۀ خرڅيږى څۀ؟ خو بيا هم ستاسو د پلار د رضا نه بغېر يوه هم په زمکه نۀ راپرېوځى. ۳۰خو دا چې ستاسو د سر ټول وېښتۀ هم شمېرلے شوى دى. ۳۱نو بيا مۀ يرېږئ، تاسو د بې‌شمېره چڼچڼو نه زيات قيمتى يئ.

د خلقو په وړاندې د مسيح اِقرار کول

۳۲هر څوک چې د خلقو په وړاندې زما اِقرار وکړى، زۀ به په آسمان کښې د خپل پلار په وړاندې د هغۀ اِقرار وکړم. ۳۳خو هر څوک چې د خلقو په وړاندې زما نه اِنکار وکړى، زۀ به په آسمان کښې د خپل پلار په وړاندې د هغۀ نه اِنکار وکړم.

امن نه خو جنګ

۳۴تاسو دا خيال مۀ کوئ چې زۀ ګنې دُنيا ته د امن راوستو دپاره راغلے يم. نه، زۀ د امن راوستو دپاره نه، خو د جنګ دپاره راغلے يم. ۳۵زۀ دې له راغلے يم چې سړے د خپل پلار خلاف شى، لور د مور، او اِنږور د خواښې. ۳۶او د سړى دشمنان به د هغۀ د کور خلق وى. ۳۷داسې کس زما قابل نۀ دے چې د خپل مور پلار سره زما نه زياته مينه کوى او هغه څوک هم چې زما نه زياته مينه د خپل زوئ يا لور سره کوى. ۳۸داسې خلق زما جوګه نۀ دى څوک چې خپله سولۍ نۀ پورته کوى او زما په نقش قدم نۀ ځى. ۳۹څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې زما د خاطره خپل ژوند بائيلى، هغه به يې حاصل کړى.

اجر

۴۰څوک چې تاسو قبلوى هغه ما قبلوى او څوک چې ما قبلوى نو هغه هغه څوک قبلوى چې زۀ يې رالېږلے يم. ۴۱هر هغه څوک چې يو نبى د نبى په نوم قبلوى هغۀ ته به د نبى اجر ملاويږى، او هر هغه څوک چې يو صادق د صادق په نوم قبلوى، هغۀ ته به د صادق اجر ملاويږى. ۴۲هر هغه څوک کۀ يو جام يخې اوبۀ دې ورکوټى له په دې وجه ورکړى چې هغه زما مريد دے، نو زۀ درته دا وايم چې هغه کس به بې‌اجره پاتې نۀ شى.“