۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت متى زېرے

لسم باب

د حضرت عيسىٰ دولس مريدان

۱ بيا عيسىٰ خپل دولس مريدان راوغوښتل او هغوئ له يې د پيريانو شړلو او د هر قِسم بيماريانو او مرضونو شفا اختيار ورکړو. ۲ د هغه دولسو مريدانو نومونه دا دى، اول شمعون چې پطروس ورته وائى او د هغۀ ورور اندرياس، د زبدى زوئ يعقوب او د هغۀ ورور يوحنا، ۳ فيليپوس او برتلماۍ، توما او متى محصولچى، د حلفى زوئ يعقوب او تدى، ۴ شمعون ننګيالے او يهوداه اِسکريوتى، يعنې هغه سړے چې په عيسىٰ يې جاسوسى وکړه.

رسولانو ته هدايت

۵ عيسىٰ دا دولس کسان د دې هداياتو سره ولېږل چې، ”د غېر يهودى قومونو په طرف مۀ ځئ او د سامريانو ښار ته مۀ ننوځئ، ۶ خو د هغې په ځائ د بنى اِسرائيلو د خاندان ورکو شوو ګډو له لاړ شئ. ۷ او په تلو تلو کښې دا پېغام ورکوئ چې د آسمان بادشاهى رانزدې شوې ده. ۸ بيماران جوړَوئ، مړى ژوندى کوئ، جذاميان پاکوئ او پيريان شړئ. تاسو ته دا اختيار مفت درکړے شو او مفت يې ورکوئ. ۹ سرۀ زر يا سپين زر يا تانبه په خپلې تيلۍ کښې مۀ اخلئ. ۱۰ د ځان سره نۀ د سفر تيلۍ، نۀ دوېم قميص، نۀ اضافى پېزار او مۀ امسا اخلئ، ځکه چې مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دے. ۱۱ کوم ښار يا کلى ته چې تاسو ننوځئ نو د داسې يو عزتمند سړى کور ته ورځئ چې د ورتلو قابل وى، او هلته پاتې شئ تر هغې چې د هغه ځايه بل ځائ ته رُخصت شئ. ۱۲ کوم کور ته چې تاسو ننوځئ، د هغوئ سلامتى غواړئ. ۱۳ کۀ هغه د دې لائق وى نو ستاسو سلامتى به ورورسيږى، او کۀ لائق نۀ وى نو ستاسو سلامتى به واپس تاسو ته راوګرځى. ۱۴ خو کۀ چرې څوک تاسو قبول نۀ کړى او غوږ درته ونۀ نيسى نو چې کله تاسو هغه کور يا ښار پرېږدئ نو د خپلو پښو نه دوړې وڅنډئ. ۱۵ زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې په ورځ د قيامت به د سدوم او د عموره د خلقو حال د دې ښار د خلقو د حال نه ښۀ وى.

د راتلونکى عذاب په حقله

۱۶ ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم. د مارانو په شان هوښيار او د کونترو په شان بې‌آزاره اوسئ. ۱۷ خبردار اوسئ چې دوئ به تاسو عدالتونو ته حواله کوى او په خپلو عبادتخانو کښې به مو په کوړو وهى، ۱۸ او زما د خاطره به تاسو حاکمانو او بادشاهانو ته وړاندې کوى چې د هغوئ او غېر‌يهوديانو دپاره ګواهان شئ. ۱۹ خو هر کله چې تاسو ونيولے شئ نو د دې سوچ مۀ کوئ چې تاسو به څۀ او څنګه ووايئ. چې وخت راشى نو هغه خبرې به په خپله ستاسو خولې ته راشى چې تاسو ته يې ضرورت وى. ۲۰ ځکه کومې خبرې چې تاسو کوئ دغه به تاسو په خپله نۀ کوئ، خو ستاسو په ذريعه به ستاسو د آسمانى پلار روح خبرې کوى. ۲۱ ورور به د ورور د مرګ جاسوس شى او پلار به د زوئ، او اولاد به د مور پلار خلاف شى او مرګ ته به يې حواله کوى. ۲۲ ټول به زما د نوم په سبب تاسو سره کينه کوى خو هغه څوک چې تر آخره قائم پاتې شى هغه به بچ شى. ۲۳ کله چې تاسو په يو ښار کښې وزورولے شئ نو بل ته لاړ شئ. زۀ درته رښتيا وايم چې د دې نه وړاندې چې تاسو د بنى اِسرائيلو په ټولو ښارونو کښې وګرځئ نو اِبن آدم به واپس راشى. ۲۴ شاګرد د خپل اُستاذ نه لوئ نۀ وى او نۀ نوکر د خپل مالِک نه. ۲۵ د شاګرد دپاره دا کافى ده چې د اُستاذ په شان شى او نوکر د خپل مالِک په شان. کۀ د يو کور مالِک ته بعلزبول وئيلے شى نو د هغۀ د کور کسان به د دې نه هم په خراب نوم ياد کړے شى.

د چا نه يرېدل په کار دى

۲۶ نو د هغوئ نه يره مۀ کوئ ځکه چې داسې پټ څيز نشته چې ښکاره به نۀ شى، او نۀ داسې پټ راز شته چې هغه به ښکاره نۀ شى. ۲۷ څۀ چې زۀ تاسو ته په تيارۀ کښې وايم نو تاسو يې په رڼا کښې وايئ. څۀ چې تاسو ته په غوږ کښې ووئيلے شى هغه تاسو د چت دپاسه په چغو وايئ. ۲۸ د هغه چا نه مۀ يرېږئ څوک چې وجود وژنى خو روح نۀ شى وژلے، خو د هغه چا نه يرېږئ څوک چې روح او بدن دواړه په دوزخ کښې بربادولے شى. ۲۹ ولې دوه چڼچڼې په يوه پېسه نۀ خرڅيږى څۀ؟ خو بيا هم ستاسو د پلار د رضا نه بغېر يوه هم په زمکه نۀ راپرېوځى. ۳۰ خو دا چې ستاسو د سر ټول وېښتۀ هم شمېرلے شوى دى. ۳۱ نو بيا مۀ يرېږئ، تاسو د بې‌شمېره چڼچڼو نه زيات قيمتى يئ.

د خلقو په وړاندې د مسيح اِقرار کول

۳۲ هر څوک چې د خلقو په وړاندې زما اِقرار وکړى، زۀ به په آسمان کښې د خپل پلار په وړاندې د هغۀ اِقرار وکړم. ۳۳ خو هر څوک چې د خلقو په وړاندې زما نه اِنکار وکړى، زۀ به په آسمان کښې د خپل پلار په وړاندې د هغۀ نه اِنکار وکړم.

امن نه خو جنګ

۳۴ تاسو دا خيال مۀ کوئ چې زۀ ګنې دُنيا ته د امن راوستو دپاره راغلے يم. نه، زۀ د امن راوستو دپاره نه، خو د جنګ دپاره راغلے يم. ۳۵ زۀ دې له راغلے يم چې سړے د خپل پلار خلاف شى، لور د مور، او اِنږور د خواښې. ۳۶ او د سړى دشمنان به د هغۀ د کور خلق وى. ۳۷ داسې کس زما قابل نۀ دے چې د خپل مور پلار سره زما نه زياته مينه کوى او هغه څوک هم چې زما نه زياته مينه د خپل زوئ يا لور سره کوى. ۳۸ داسې خلق زما جوګه نۀ دى څوک چې خپله سولۍ نۀ پورته کوى او زما په نقش قدم نۀ ځى. ۳۹ څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې زما د خاطره خپل ژوند بائيلى، هغه به يې حاصل کړى.

اجر

۴۰ څوک چې تاسو قبلوى هغه ما قبلوى او څوک چې ما قبلوى نو هغه هغه څوک قبلوى چې زۀ يې رالېږلے يم. ۴۱ هر هغه څوک چې يو نبى د نبى په نوم قبلوى هغۀ ته به د نبى اجر ملاويږى، او هر هغه څوک چې يو صادق د صادق په نوم قبلوى، هغۀ ته به د صادق اجر ملاويږى. ۴۲ هر هغه څوک کۀ يو جام يخې اوبۀ دې ورکوټى له په دې وجه ورکړى چې هغه زما مريد دے، نو زۀ درته دا وايم چې هغه کس به بې‌اجره پاتې نۀ شى.“