۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت متى زېرے

يوولسم باب

د حضرت يحيىٰ بپتسمه ورکوونکى پېغام وړُونکى حضرت عيسىٰ له لېږل

۱کله چې عيسىٰ خپلو دولسو مريدانو ته هدايت ورکول ختم کړل نو بيا هغه د هغه ځائ نه روان شو چې د هغوئ په ښارونو کښې تعليم ورکړى او بيان وکړى. ۲کله چې يحيىٰ بپتسمه ورکوونکے په قېدخانه کښې د مسيح د کارونو نه خبر شو، نو خپل يو څو مريدان يې ورولېږل چې د عيسىٰ نه دا تپوس وکړى چې، ۳”ولې هغه راتلونکے تۀ يې څۀ؟ او يا کۀ نه، مونږ د بل چا اِنتظار وکړو؟“ ۴عيسىٰ ورله جواب ورکړو، ”لاړ شئ، څۀ چې تاسو اورئ او ګورئ، هغه يحيىٰ ته ووايئ ۵چې ړاندۀ بينا کيږى، شل ګرځى، جذاميان پاکيږى، کاڼۀ اورى او مړى بيا ژوندى کيږى او غريبانان ښۀ زېرے اورى. ۶او بختور دى هغه څوک چې ما نۀ ازاروى.“ ۷څۀ وخت چې د يحيىٰ مريدان واپس رُخصت شول نو عيسىٰ خلقو ته د يحيىٰ په حقله دا وفرمائيل، ”تاسو د څۀ ليدلو دپاره بيابان ته تلى وئ؟ يوه لوخه چې باد خوځوله څۀ؟ ۸نو بيا تاسو د څۀ ليدو له وتلى وئ؟ يو کس چې ښکلې او نرمې جامې يې اچولې وې؟ ګورئ، هغه څوک چې نرمې جامې اچوى هغه په محلونو کښې اوسيږى. ۹نو بيا تاسو بهر د څۀ ليدو له وتلى وئ؟ د يو نبى ليدلو ته؟ آو، رښتيا چې د يو نبى نه هم څۀ ډېر لوئ. ۱۰دا هغه څوک دے چې د چا په حقله چې ليکلے شوى دى چې، ”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى.“ ۱۱زۀ تاسو ته رښتيا وايم د زمکې په مخ بل څوک د يحيىٰ بپتسمه ورکونکى نه لوئ نشته خو بيا هم د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې د ټولو نه کمزورے کس د هغۀ نه لوئ دے. ۱۲د بپتسمه ورکونکى يحيىٰ د راتلو د ورځو نه پس لا تر اوسه د آسمان په بادشاهۍ زور کولے شى او زورَور يې په زور رانيسى. ۱۳ځکه چې د يحيىٰ د راتلو نه وړاندې ټولو نبيانو او د موسىٰ شريعت د دې وخت انتظار کړے وو. ۱۴نو کۀ تاسو غواړئ چې هغه ومنئ نو هغه په خپله الياس دے څوک چې راتلونکے دے. ۱۵څوک چې غوږونه لرى نو هغه دې واورى. ۱۶زۀ د دې پيړۍ مِثال څنګه درکړم؟ دوئ لکه په بازار کښې د ناستو ماشومانو په شان دى چې يو بل ته نعرې وهى چې، ۱۷”مونږ درته شپيلۍ وغږوله او تاسو ګډ نۀ شوئ، مونږ درته ځان ووهلو او وير مو وکړو خو تاسو ونۀ ژړل.“ ۱۸ځکه کله چې يحيىٰ روژه په خولۀ راغلو نو هغوئ وئيل چې هغه پيرى نيولے دے. ۱۹اِبن آدم په خوړلو څښلو ورته راغلو او دوئ وائى چې دۀ ته ګورئ، يو ګيډور او شرابى، د محصولچيانو او بدکارانو ملګرے. خو بيا هم خلقو ته حکمت په خپلو کارونو کولو صادق ثابت شو.“

په بې‌ايمانه ښارونو افسوس

۲۰نو بيا عيسىٰ په توبه نۀ کولو د هغه ښارونو خلق ملامته کړل چرته چې هغۀ ډيرې معجزې سر ته رسولې وې. ۲۱هغۀ وفرمائيل چې، ”افسوس اے خورازينه، په تا افسوس بيتِ‌صيدا، ځکه کومې معجزې چې په تا کښې وشوې کۀ چرې دا په صور او صيدا کښې شوې وې نو دوئ به ډېر پخوا د ځانه ټاټ تاو کړے وو او په ايرو کښې به يې توبه ويستې وه. ۲۲خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د قيامت په ورځ به د صور او صيدا حال ستاسو د حال نه ښۀ وى. ۲۳او اے کفرنحُومه، ولې تۀ دا ګڼې چې ستا مقام به تر آسمانه پورته کړے شى څۀ؟ نه، تۀ به تاترين ته وغورزولے شې. ځکه چې کومې معجزې چې په تا کښې ښکاره کړے شوې، کۀ په سدوم کښې شوې وے نو سدوم به تر ننه آباد وو. ۲۴خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د قيامت په ورځ به د سدوم د خلقو حال ستاسو د حال نه ښۀ وى.“

د آرام دپاره ما ته راشئ

۲۵په هغه وخت عيسىٰ داسې وفرمائيل چې، ”اے پلاره، د آسمان او د زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا او صِفت کوم چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې. ۲۶آو، پلاره، دا ستا رضا وه. ۲۷هر څۀ ما ته زما پلار سپارلى دى، او هيڅوک بې د پلاره زوئ نۀ پېژنى، او نۀ څوک پلار پېژنى بې له زويه او بې له هغوئ نه چې زوئ يې ورته په ګوته کوى. ۲۸اے تاسو ټول چې خوارى کوئ او پنډ مو دروند دے، ما له راشئ او زۀ به آرام درکړم. ۲۹زما جغ په غاړه کړئ او زما نه زده کړئ، ځکه چې زۀ په زړۀ نرم او په روح کښې عاجز يم، او تاسو به په زړۀ کښې آرام حاصل کړئ. ۳۰ځکه چې زما جغ په وړلو کښې پوست دے او زما پنډ سپک دے.“