مخکینۍ څپرکۍ

افسیسیانو ته د پولوس رسول لیک

لومړی فصل

سلامونه

۱دا لیک د پولوس له خوا چې د خدای په ارادې د عیسی مسیح رسول دی، د خدای هغو خلکو ته چې د افسیس په ښار کې دي او عیسی مسیح ته وفادار دي. ۲زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.

په مسیح کې روحاني برکتونه

۳ثنا او صفت دې وي خدای ته یعنې زمونږ د څښتن عیسی مسیح پلار ته چې مونږ ته یې په مسیح کې په اسماني ځایونو کې هر ډول روحاني برکتونه راکړي دي. ۴ځکه چې هغه مونږ د دنیا د پیدایښت نه مخکې په مسیح کې غوره کړو، ترڅو د هغه په نظر کې سپېڅلي او بې‌عیبه واوسو. ۵د خپلې ارادې او خوښې له مخې یې په مینه د مخکې نه پرېکړه کړې ده چې د عیسی مسیح په وسیله مونږ د خپلو اولادونو په توګه قبول کړي. ۶خدای داسې وکړل، ترڅو مونږ ته د هغه د جلال نه ډک فضل دپاره چې مونږ ته یې په خپل ګران زوی کې په سخاوتمندانه توګه راکړی دی، ثنا ووایو. ۷د هغه د ډېر زیات فضل له مخې مونږ په هغه کې د هغه د زوی د وینې په وسیله خلاصون وموند، یعنې سرغړونې مو وبخښل شوې، ۸چې هغه په ټول حکمت او پوهې سره په پرېمانه توګه مونږ ته راکړ. ۹خدای مونږ ته د خپلې ارادې پټ راز ښکاره کړ او د خپلې خوښې له مخې یې د عیسی مسیح په وسیله دا مقصد پوره کړ. ۱۰دا نقشه به په یو سم وخت کې پوره کیږي چې هغه ټول شیان که په اسمان کې دي یا په ځمکه کې د مسیح د واک او اختیار لاندې سره یوځای شي.

۱۱خدای چې هرڅه د خپلې ارادې او مقصد له مخې سرته رسوي، مونږ یې غوره کړو چې په مسیح کې د هغه خپل خلک واوسو، ځکه چې مونږ یې د مخکې نه د خپلې ارادې له مخې غوره کړي وو. ۱۲نو بیا مونږ چې لومړني خلک وو چې مسیح ته هیله‌من شولو، باید د هغه د جلال او لویۍ ثنا او صفت وکړو. ۱۳تاسو هم چې کله رښتینی کلام یعنې خپل د خلاصون زېری واورېد او په هغه باندې مو ایمان راوړ، نو خدای تاسو ته د روح القدس په درکولو سره چې مخکې یې وعده کړې وه، په تاسو باندې د خپل ملکیت مهر ولګاوه. ۱۴همدا روح دی چې د خدای له خوا مونږ ته د هغه د میراث ضمانت دی چې مونږ به یې تر‌لاسه کوو. خدای مونږ په بیه واخیستلو چې د هغه خلک واوسو، ترڅو د هغه د جلال او لویۍ صفت وشي.

د پولوس رسول دعا

۱۵له دې امله کله چې زه ستاسو د ایمان نه چې په څښتن عیسی باندې یې لرئ او د هغې مینې نه چې د خدای د ټولو خلکو سره یې کوئ، خبر شوم، ۱۶نو ستاسو په خاطر مې خدای ته شکر کول پرېنښودل او تاسو تل په خپلو دعاګانو کې یادوم. ۱۷زه د څښتن عیسی مسیح د خدای څخه چې د جلال نه ډک پلار دی، غواړم چې هغه تاسو ته د حکمت او مکاشفې روح درکړي، ترڅو هغه په ښه توګه وپېژنئ. ۱۸زه دعا کوم چې ستاسو د زړونو سترګې دې روښانه شي، ترڅو په دې پوه شئ چې هغه تاسو په کومې هیلې سره رابللي یئ یعنې هغه پرېمانه او شانداره میراث ته چې هغه خپلو خلکو ته ساتلی دی، ۱۹او په دې هم پوه شئ چې زمونږ ایماندارانو دپاره د هغه قدرت څومره بې‌حده او ډېر لوی دی. ۲۰دا هماغه لوی قدرت دی چې هغه ترې کار واخیست کله چې مسیح یې د مړو نه بېرته راژوندی کړ او په اسماني ځایونو کې یې خپل ښي لاس ته کښېناوه ۲۱او هغه یې د هر حکومت، د واک خاوند، هر قدرت او بل هر لوړ مقام نه چې کولای شو نوم یې واخلو اوچت کړ، یوازې په دې دنیا کې نه بلکې په راتلونکې دنیا کې هم. ۲۲خدای ټول شیان د مسیح په اختیار کې ورکړل او هغه یې د کلیسا دپاره د ټولو شیانو سر کړ ۲۳او کلیسا د مسیح بدن دی چې په خپله د مسیح په وسیله کامل کیږي او په همدې وخت کې کاینات د خپل حضور نه ډکوي.

مخکینۍ څپرکۍ