Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ اے د دُنيا خلقو، د خوشحالۍ نعرې مالِک خُدائ ته ووهئ،
۲ او د خوشحالۍ سره د مالِک خُدائ عبادت وکړئ،
او د خوشحالۍ په سندرو سره د هغۀ په وړاندې حاضر شئ.
۳ ځان پوهه کړئ چې هم مالِک خُدائ خُدائ پاک دے،
او هم هغۀ مونږ پېدا کړى يُو او مونږ د هغۀ يُو،
مونږ د هغۀ خلق او د هغۀ د څرند د ځائ ګډې يُو.
۴ د هغۀ در ته د شُکر ګزارۍ سره ورننوځئ،
او د هغۀ دربار ته د ثناء صِفت کولو سره ورننوځئ،
د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ او د هغۀ د نوم ثناء صِفت وکړئ.
۵ مالِک خُدائ مهربانه دے او د هغۀ مينه د تل دپاره وى،
او د هغۀ وفادارى به تر نسلونو پورې جارى وى.