0:00 / 0:00

زبور شريف

يو سل او يو څلوېښتم زبور

د حضرت داؤد يو زبور

د ماښام دُعا

۱ اے مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال زارى کومه ما له زر راشه،

زما آواز اوره کله چې زۀ درته سوال کوم.

۲ زما دُعا دې ستا په حضور کښې د خوشبو په شان شى،

او زما د لاسونو اوچتول دې تا ته لکه د ماښام د قربانۍ په شان قبول شى.

۳ اے مالِکه خُدايه، زما خولۀ قابو کړه،

او زما په شونډو نظر وساته.

۴ زما زړۀ دې په بدو لارو لاړ نۀ شى،

او نۀ دې د بدکارو په کارونو کښې حِصه واخلى.

او نۀ دې خطاکارو سره مل شى،

ما د هغه خلقو د خوندور خوراکونو د خوړلو نه وساته.

۵ کۀ نېک سړے ما وډبوى دا به مهربانى وى،

او د هغۀ رټل به زما دپاره په سر باندې د تېلو په شان وى،

او زما سر به د دې تېلو نه اِنکار نۀ کوى،

خو زما دُعا به تل د بدعملو د کارونو په خلاف وى.

۶ کله چې د دوئ بادشاهان د کمرونو نه راوغورزيږى،

نو بدعمله به دا زده کړى چې زما وېنا خوږه وه.

۷ لکه څنګه چې د زمکې په قلبې سره کاڼى برسيره شى،

نو دغه شان به زمونږ هډُوکى د قبر په خولۀ کښې خوارۀ وارۀ پراتۀ وى.

۸ خو زما سترګې ستا په طرف دى، اے قادر مطلق خُدايه،

او ستا نه پناه غواړم ما مرګ ته مۀ حواله کوه.

۹ ما د هغه لټ نه وساته کوم چې دوئ زما دپاره اېښے دے،

ما د هغه دامونو نه وساته چې بدعملو زما دپاره خوارۀ کړى دى.

۱۰ بدعمله دې په خپلو دامونو کښې راګېر شى،

چې داسې زۀ ترې بچ شمه.