کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ اے مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال زارى کومه ما له زر راشه،
زما آواز اوره کله چې زۀ درته سوال کوم.
۲ زما دُعا دې ستا په حضور کښې د خوشبو په شان شى،
او زما د لاسونو اوچتول دې تا ته لکه د ماښام د قربانۍ په شان قبول شى.
۳ اے مالِکه خُدايه، زما خولۀ قابو کړه،
او زما په شونډو نظر وساته.
۴ زما زړۀ دې په بدو لارو لاړ نۀ شى،
او نۀ دې د بدکارو په کارونو کښې حِصه واخلى.
او نۀ دې خطاکارو سره مل شى،
ما د هغه خلقو د خوندور خوراکونو د خوړلو نه وساته.
۵ کۀ نېک سړے ما وډبوى دا به مهربانى وى،
او د هغۀ رټل به زما دپاره په سر باندې د تېلو په شان وى،
او زما سر به د دې تېلو نه اِنکار نۀ کوى،
خو زما دُعا به تل د بدعملو د کارونو په خلاف وى.
۶ کله چې د دوئ بادشاهان د کمرونو نه راوغورزيږى،
نو بدعمله به دا زده کړى چې زما وېنا خوږه وه.
۷ لکه څنګه چې د زمکې په قلبې سره کاڼى برسيره شى،
نو دغه شان به زمونږ هډُوکى د قبر په خولۀ کښې خوارۀ وارۀ پراتۀ وى.
۸ خو زما سترګې ستا په طرف دى، اے قادر مطلق خُدايه،
او ستا نه پناه غواړم ما مرګ ته مۀ حواله کوه.
۹ ما د هغه لټ نه وساته کوم چې دوئ زما دپاره اېښے دے،
ما د هغه دامونو نه وساته چې بدعملو زما دپاره خوارۀ کړى دى.
۱۰ بدعمله دې په خپلو دامونو کښې راګېر شى،
چې داسې زۀ ترې بچ شمه.