Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ زۀ به ستا د مينې او اِنصاف سرود ووايم،
او زۀ به تا ته مالِک خُدايه د ثناء سرود ووايم.
۲ زۀ به احتياط کوم چې بېداغه ژوند تېر کړم،
خو تۀ به زما د مدد دپاره کله راځې؟
او زۀ به په خپل کور کښې په صفا زړۀ ژوند تېروم.
۳ کوم څيزونه چې فاسد وى زۀ به ورته نۀ ګورم.
د بېايمانانو د کارونو نه به نفرت کوم،
او زۀ به د هغوئ سره کار نۀ ساتم.
۴ او د چا چې وى زړونه کاږۀ ما نه به لرې وى،
او زۀ به د بدۍ سره هيڅ کار نۀ ساتم.
۵ څوک چې پټ کوى د خپلو ګاونډيانو غېبتونه،
زۀ به هغه چپ کوم.
د چا چې سترګې کبرژنې او مغروره وى،
هغه سړے به زۀ نۀ برداشت کوم.
۶ زما سترګې به په دُنيا کښې د ايماندارو په لټون شى،
چې هغوئ ما سره اوسيږى.
د چا کردار چې بېداغه وى
نو هغوئ به زما خِدمت کوى.
۷ زما په کور کښې به دوکه مار ته د اوسېدو اجازت نۀ وى،
او دروغژن به زما په حضور کښې ودرېدلے نۀ شى.
۸ هر سحر به زۀ هغه بدکاره چې په مُلک کښې مې اوسيږى تباه کوم،
زۀ به هر بدعمله د مالِک خُدائ د ښار نه ورک کړم.