اعمال د رسولانو

پينځم باب

حنانياس او سفيره

۱خو يو بل سړے وو چې نوم يې حنانياس وو، هغۀ د خپلې ښځې سفيره سره يو ځائ څۀ جائيداد خرڅ کړو. ۲د خپلې ښځې په صلاح يې د قيمت څۀ حِصه د ځان سره وساتله او څۀ يې راوړه او د رسولانو په حضور کښې يې پېش کړله. ۳خو پطروس ووئيل چې، ”حنانياس، دا شېطان درباندې څنګه غالب شو چې تۀ روحُ القُدس ته دروغ وائې او د زمکې د قيمت څۀ حِصه دې ځان ته پرېښوده؟ ۴ترڅو چې درسره وه دا ستا نۀ وه څۀ؟ هر کله چې دا خرڅه شوه نو پېسې ستا نۀ وې څۀ؟ نو تا دا سوچ څنګه وکړو؟ تا نۀ صرف خلقو ته بلکې خُدائ پاک ته دې دروغ ووئيل.“ ۵کله چې حنانياس دا خبرې واورېدلې نو هغه سر د لاندې راپرېوتو او په ټکى مړ شو او چا چې دا خبره واورېدله نو هغوئ ټول يرې واخستل. ۶بيا څو ځوانان راپاڅېدل د هغۀ لاش يې کفن کړو، او د هغه ځائ نه يې بهر يوړو او دفن يې کړو. ۷بيا درې ګينټې پس د هغۀ ښځه راغله، هغې ته پته نۀ وه چې څۀ شوى وُو. ۸پطروس هغې نه تپوس وکړو چې، ”ما ته ووايه، تا او حنانياس ته د زمکې هم دومره قيمت مِلاو شوے وو؟“ هغې ووئيل چې، ”آو، هم دغه قيمت ملا شوے وو.“ ۹بيا پطروس هغې ته ووئيل، ”نو بيا تاسو دواړو ولې د مالِک روح وآزمائيلو؟ ګوره هغه خلق په دروازه کښې ولاړ دى چا چې ستا خاوند ښخ کړو او هغوئ به اوس تا هم بهر يوسى.“ ۱۰هم هغه وخت هغه د هغۀ په پښو کښې سر د لاندې راپرېوتله او په ټکى مړه شوه. بيا ځوانان دننه راغلل هغوئ هغه مړه وليده نو هغوئ هغه بهر يوړه او د خاوند په خوا کښې يې ښخه کړه. ۱۱هر چا چې د دې واقعې په حقله واورېدل نو په ټولو خلقو او په جماعت کښې سخته يره خوره شوه.

د رسولانو معجزې او عجيبه کارونه

۱۲اوس ډيرې معجزې او عجيبه کارونه د خلقو په مينځ کښې د رسولانو په وسيله وشو. او ټول ايمانداران به د سليمان په ډيوډۍ کښې راغونډېدل. ۱۳نو چا هم د هغوئ سره د ګډون کولو جرأت نۀ کولو، اګر چې خلقو د هغوئ ډېر عزت کولو. ۱۴سره د دې ډېرو سړو او ښځو په مالِک ايمان راوړو او د هغوئ په ډله کښې شامل شول. ۱۵هم دغه شان خلقو بيماران په کټونو او درو باندې واچول او بهر کوڅو ته يې راوويستل په دې نيت چې کله پطروس په دې لاره تېريږى چې د هغۀ سورے په هغوئ پرېوځى. ۱۶د خوا او شا کلو نه به ډېر خلق د يروشلم ښار ته راتلل، او خپل بيماران او هغه خلق به يې راوستل چې پيريانو به نيولى وُو، او هغوئ ټولو به شفا موندله.

د رسولانو تکليفونه

۱۷بيا مشر اِمام او د هغۀ ټول ملګرى چې د صدوقيانو د قبيلې غړى وُو هغوئ د حسد نه ډک شول. ۱۸هغوئ رسولان ګرفتار کړل او په جيل کښې يې بند کړل. ۱۹خو د شپې د مالِک يوې فرښتې د جيل دروازې کولاو کړې، هغوئ يې بهر راوستل او ورته يې وفرمائيل، ۲۰”لاړ شئ، د خُدائ په کور کښې ودرېږئ او خلقو ته د دې نوى ژوندون ټولې خبرې بيان کړئ.“ ۲۱هغوئ د خُدائ کور ته سحر وختى ورننوتل څنګه چې ورته وئيل شوى وُو، او خلقو ته يې تعليم ورکول شروع کړل. کله چې مشر اِمام او د هغۀ ملګرى راورسېدل نو هغوئ د بنى اِسرائيلو د قوم د مشرانو لويه جرګه راوبلله او د رسولانو د راوستلو دپاره يې څوک جيل ته ولېږل. ۲۲خو چې سپاهيان جيل ته لاړل نو هغوئ رسولان هلته ونۀ موندل، نو هغوئ واپس راغلل او مشرانو ته يې خبر ورکړو ۲۳چې، ”مونږ جيل مکمل بند او محافظان په دروازو کښې په خپلو ځايونو ولاړ وليدل خو کله چې مونږ دروازه کولاو کړه نو دننه په کښې څوک هم نۀ وُو.“ ۲۴چې کله د خُدائ د کور آفسر او مشرانو اِمامانو دا واورېدل نو هغوئ په دې حقله حېران شول او هغوئ په دې سوچ کولو چې د دې نه پس به څۀ کيږى. ۲۵بيا څوک راغلو او وئ وئيل چې، ”ګورئ، کوم سړى چې تاسو په جيل کښې بند کړى وُو هغوئ اوس لګيا دى د خُدائ په کور کښې خلقو ته تعليم ورکوى.“ ۲۶په دې د خُدائ د کور آفسر د سپاهيانو سره ورغلو او رسولان يې واپس راوستل. هغوئ زور استعمال نۀ کړو، ځکه هغوئ د دې نه يرېدل چې خلق به دوئ سنګسار کړى. ۲۷کله چې هغوئ رسولان راوستل نو د جرګې د وړاندې يې ودرول او مشر اِمام ترې سخت تپوسونه وکړل. ۲۸هغۀ ووئيل، ”مونږ تاسو په سختۍ سره منع کړى وئ چې په دې نوم تعليم مۀ ورکوئ. خو تاسو ټول يروشلم په دې تعليم ډک کړو او تاسو دا کوشش کوئ چې د هغه سړى خون زمونږ په غاړه کړئ.“ ۲۹خو پطروس او نورو رسولانو جواب ورکړو چې، ”مونږ ته په کار دى چې د بنى آدمو نه، بلکې د خُدائ پاک حُکم ومنو. ۳۰زمونږ د پلار نيکونو خُدائ پاک عيسىٰ بيا راژوندے کړو کوم چې تاسو په سولۍ دپاسه مړ کړے وو. ۳۱بيا خُدائ پاک هغه اوچت کړو او د سردار او خلاصونکى په طور يې خپل ښى لاس ته کښېنولو دپاره د دې چې هغه بنى اِسرائيلو ته د توبې ويستو موقع ورکړى او ګناهونه يې معاف کړى. ۳۲او مونږ د دې هر څۀ ګواهان يُو، او هم دغسې روحُ القُدس دے چې خُدائ پاک يې هغوئ ته ورکوى څوک چې د هغۀ تابعدارى کوى.“ ۳۳کله چې مشرانو دا واورېدل نو هغوئ ډېر غصه شول او غوښتل يې چې هغوئ مړۀ کړى. ۳۴خو يو فريسى وو چې نوم يې ګملى‌ايل وو د شريعت اُستاذ وو او په خلقو کښې ډېر عزتمند وو. هغه په جرګه کښې پاڅېدو او حکم يې وکړو چې دا سړى دې لږې شيبې له بهر کړے شى. ۳۵بيا هغۀ جرګې ته ووئيل چې، ”اے د بنى اِسرائيل خلقو. څۀ چې دې سړو سره ستاسو د کولو نيت دے په دې کار کښې د ډېر احتياط نه کار واخلئ. ۳۶ځکه چې څۀ موده وړاندې تيوداس هم پاڅېدو، دا دعوىٰ يې کوله چې زۀ هم څۀ يم، او خوا او شا څلور سوه کسان ورسره ملګرى وُو، خو هغه قتل کړے شو او د هغۀ ټول ملګرى خوارۀ وارۀ شول او ترې هيڅ هم جوړ نۀ شو. ۳۷د هغۀ نه پس د مردم‌شمارۍ په ورځو کښې د ګليل د صوبې يهوداه نومې سړے راوچت شو او ډېر خلق د هغۀ په لمسون سره باغيان شول، هغه هم هلاک شو او د هغۀ ټوله ډله خوره وره شوه. ۳۸نو زۀ په دې مسئله کښې تاسو ته نصيحت کوم چې په دې خلقو غم غرض مۀ ساتئ او پرېږدئ چې لاړ شى. ځکه کۀ چرې دا منصوبه يا کار د انسانانو د خوا نه وى نو دا به په خپله ناکاميابه شى. ۳۹او کۀ چرې دا د خُدائ پاک د طرفه وى نو تاسو دا خلق نۀ شئ منع کولے بلکې تاسو ته به دا پته ولګى چې تاسو د خُدائ خلاف جنګ کوئ.“ نو هغوئ د ګملى‌ايل مشوره ومنله. ۴۰هغوئ بيا رسولان دننه راوبلل او په کوړو يې ووهل، بيا يې هغوئ ته حُکم ورکړو چې د عيسىٰ په نوم تعليم مۀ ورکوئ، نو په دې سره يې هغوئ پرېښودل. ۴۱نو رسولان د جرګې نه په دې خوشحالۍ راووتل چې هغوئ د دې جوګه وګڼلے شول چې د عيسىٰ د نوم دپاره بې‌عزته شول. ۴۲او هره ورځ هغوئ د خُدائ په کور او په خپلو کورونو کښې دا تعليم او زيرے ورکولو چې هم دا عيسىٰ مسيح دے.