اعمال د رسولانو

شپږم باب

اووۀ کسان د خِدمت دپاره ټاکل

۱په هغه ورځو کښې چې د مريدانو شمار زياتېدو يونانى يهوديانو د عبرانى يهوديانو خلاف دا شکايت وکړو چې د هغوئ د کونډو ښځو د روزمره خوراک په تقسيمولو کښې لا پرواهى کيږى. ۲نو هغه دولسو رسولانو ټول مريدان رايوځائ کړل او وې وئيل چې، ”دا زمونږ دپاره مناسب نۀ دى چې مونږ د خُدائ پاک د کلام خِدمت د خوراک څښاک په بندوبست کولو کښې تير کړُو. ۳نو اے ملګرو، اووۀ نېک کسان غوره کړئ چې هغه د روحُ القُدس نه او د عقل نه معمور وى نو مونږ به د دې کارونو ذمه وارى هغوئ ته په حواله کړُو. ۴او مونږ به خپل ځانونه دُعا او د کلام خِدمت ته وقف کړُو.“ ۵دا تجويز د ټولې قبيلې خوښ شو او هغوئ ستِفانوس چې د ايمان او روحُ القُدس نه ډک وو، او هم ورسره فيليپوس، پروخوروس، نيکانور، تيمون، پرمناس او نيکلاس چې د انطاکى وو او يهودى شوے وو خوښ کړل. ۶هغوئ دا کسان د رسولانو وړاندې پېش کړل او هغوئ ورته دُعا وکړه او د هغوئ په سر يې خپل لاسونه کېښودل. ۷د خُدائ پاک کلام خورېدو او په يروشلم کښې د عيسىٰ د منونکو شمېر په تېزۍ سره زياتېدو، او ډېرو اِمامانو هم ايمان راوړو.

د ستِفانوس ګرفتارېدل

۸نو بيا ستِفانوس چې د فضل او قوت نه ډک وو هغۀ د خلقو په مينځ کښې لوئ لوئ معجزې او نښې ښکاره کړې. ۹د غلامۍ نه د آزاد شوو خلقو د عبادتخانې نه څۀ مخالف کسان راوچت شول چې د هغوئ سره د کرينى او اسکندريى او د کلکيى او آسيه د صوبې يهوديان وُو. دې سړو د ستِفانوس سره بحث شروع کړو. ۱۰خو هغوئ د هغۀ د حکمت او د روح د طاقتمندو خبرو په وړاندې ټينګ نۀ شول. ۱۱بيا هغوئ په پټه څۀ خلق ولمسول چې دا ووائى چې، ”مونږ د ستِفانوس نه د موسىٰ او د خُدائ پاک خلاف د کُفر خبرې اورېدلى دى.“ ۱۲هغوئ خلق او مشران او د شرعې عالمان راوپارول. هغوئ ستِفانوس ونيولو او جرګې ته يې پېش کړو. ۱۳هغوئ د دروغو ګواهان تيار کړل چې چا داسې ووئيل چې، ”دا سړے همېشه د خُدائ د دې مقدس کور او د موسىٰ د شريعت ګستاخى کوى. ۱۴ځکه چې مونږ د دۀ نه دا خبرې اورېدلى دى چې د ناصرت عيسىٰ به دا ځائ وران کړى او موسىٰ چې مونږ له کوم رسمونه او رِواجونه راکړى دى هغه به بدل کړى.“ ۱۵او په جرګه کښې ناستو ټولو خلقو ستِفانوس ته نېغ کتل او هغوئ وليدل چې د هغۀ مخ لکه د فرښتې د مخ په شان ځلېدو.