مخکینۍ څپرکۍ

اعمال د رسولانو

اول باب

د روحُ القُدس وعده

۱اے تيوفيلوسه، ما په خپل اول کِتاب کښې ټول هغه څۀ وليکل چې عيسىٰ د هغې په کولو او ښودلو شروع وکړه، ۲د هغۀ آسمان ته د پورته کېدو تر ورځې پورې عيسىٰ د روحُ القُدس په وسيله خپلو غوره شوو رسولانو ته نور هدايات ورکړل. ۳هغۀ د خپل مرګ نه پس هغوئ ته ځان څرګند کړو او هغوئ ته يې ډېر ثبوتونه پېش کړل چې هغه ژوندے دے او تر څلوېښتو ورځو هغه هغوئ ته ښکاره کېدو او هغوئ ته يې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په حقله تعليم ورکولو. ۴ترڅو چې هغه د هغوئ سره وو نو هغۀ هغوئ ته حکم وکړو چې، ”يروشلم مۀ پرېږدئ، بلکې د هغه وعدې انتظار وکړئ چې زما پلار کړې ده، د کومې په حقله چې تاسو زما نه اورېدلى دى. ۵يحيىٰ به په اوبو بپتسمه ورکوله خو په يو څو ورځو کښې به تاسو ته په روحُ القُدس بپتسمه درکړے شى.“

د حضرت عيسىٰ آسمان ته ختل

۶نو کله چې هغوئ يو ځائ راجمع وُو هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”مالِکه، ولې دا هغه وخت دے چې تۀ به د بنى اِسرائيلو بادشاهى بيا قائمه کړې؟“ ۷عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا ستاسو کار نۀ دے چې د هغه وختونو او تاريخونو په حقله پوهه شئ کوم چې زما پلار په خپل اختيار مقرر کړى دى. ۸خو تاسو ته به د روحُ القُدس په نازلېدو طاقت درکړے شى او تاسو به په يروشلم کښې او په ټوله يهوديه او سامريه کښې او د دُنيا تر بله سره زما ګواهان يئ.“ ۹کله چې هغۀ دا وفرمائيل او هغوئ لا ورته کتل، چې هغه پورته کړے شو او يوه وريځ راغله او هغه يې د هغوئ د سترګو نه پناه کړو. ۱۰کله چې هغه آسمان ته بره روان وو او مريدانو آسمان ته نېغ نېغ کتل نو ناګهانه دوه سړى په سپينو جامو کښې د هغوئ په خوا کښې ودرېدل. ۱۱هغوئ ووئيل چې، ”اے د ګليل خلقو، تاسو دلته ولې ولاړ يئ او بره آسمان ته ګورئ؟ دغه عيسىٰ څوک چې ستاسو نه آسمان ته بوتلے شو، هغه به هم په دې طريقه واپس راشى څنګه چې تاسو هغه آسمان ته په تلو وليدو.“

د يهوداه په ځائ متياس مقررول

۱۲بيا هغوئ د زيتُونو د غرۀ نه يروشلم ته واپس شول کوم چې يروشلم ته نزدې دے او د يروشلم نه تقريباً يو کيلوميټر لرې وو. ۱۳کله چې هغوئ راورسېدل نو هغوئ هغه بالاخانې ته لاړل چرته چې هغوئ دېره وُو. څوک چې هلته موجود وو هغوئ کښې پطروس، يوحنا، يعقوب، اندرياس، فيليپوس، توما، برتلماۍ، متى، يعقوب د حلفئ زوئ، شمعون ننګيالے او يهوداه د يعقوب زوئ وو. ۱۴هغوئ ټول په يوه مخه په دُعا سر وُو او د هغوئ سره ښځې هم وې چې په کښې مريم د عيسىٰ مور او د هغۀ وروڼه هم شامل وُو. ۱۵په دغو ورځو کښې پطروس د ايماندارانو په مينځ کښې ودرېدو چې دا ټوله ډله تقريباً په شمېر کښې شپږ شلې وه، ۱۶او وې وئيل، ”دوستانو، هغه پېشګويانې چې په صحيفو کښې ليکلى دى ضرور به پوره شى کومې چې د داؤد په خولۀ روحُ القُدس د يهوداه په حقله کړې وې چې هغه به د عيسىٰ د ګرفتارونکو دپاره مُخبر شى. ۱۷هغه زمونږ د قبيلې نه يو وو او په دې خِدمت کښې زمونږ سره ملګرے وو.“ ۱۸د خپلې مخبرۍ د قيمت په بدله کښې، يهوداه يو پټے واخستو او هلته سر د لاندې راپرېوتو، خېټه يې وشلېده او ټولې کولمې يې بهر راووتلې. ۱۹په يروشلم کښې هر چا ته د دې خبرې پته ولګېده نو هغوئ په هغه پټى په خپله ژبه کښې حقلدما نوم کېښودو، چې مطلب يې د وينې پټے دے. ۲۰او پطروس ووئيل چې، ”په زبور کښې دا ليکلى دى چې، د هغۀ کور دې وران شى او داسې څوک دې پاتې نۀ شى چې په هغې کښې اوسى. او د هغۀ د مشرۍ مقام دې نورو خلقو ته حواله شى. ۲۱نو په کار دے چې يو سړے د يهوداه په ځائ مقرر کړو د چا چې زمونږ سره د مالِک عيسىٰ د خِدمت په ټول وخت کښې راشه درشه وه، ۲۲د يحيىٰ د بپتسمې نه تر هغه وخته پورې چې هغه زمونږ نه پورته کړے شو. نو چې مونږ څوک منتخب کړو هغه به مونږ سره د عيسىٰ د بيا ژوندى کېدو ګواه وى.“ ۲۳نو هغوئ دوه کسان خوښ کړل، يوسف چې په برسبا مشهور وو او يوستوس هم ورته وئيلے شو او دوېم متياس وو. ۲۴بيا هغوئ دُعا وکړه او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، تۀ د ټولو د زړونو نه خبر يې، مونږ ته دا وښايه چې په دوئ کښې تا کوم يو غوره کړے دے ۲۵چې دا خِدمت او رسالت سمبال کړى کوم چې يهوداه پرېښودو او هغه هلته لاړو چرته چې هغۀ ته تلل په کار وو.“ ۲۶بيا هغوئ خسڼے واچولو او هغه د متياس په نوم راوختلو. نو بيا هغه د يوولسو رسولانو سره شامل شو.

مخکینۍ څپرکۍ