اعمال د رسولانو

څلورم باب

پطروس او يوحنا جرګې ته حواله کول

۱پطروس او يوحنا لا خلقو ته بيان کولو چې مشران اِمامان او د خُدائ د کور د محافظانو آفسر او صدوقيان هغوئ ته راغلل. ۲هغوئ په دې ډېر خفه شول ځکه چې رسولانو خلقو ته دا تعليم او پېغام ورکولو چې څنګه عيسىٰ د مړو نه را ژوندے شو دغه شان به مړى هم د هغۀ په شان راژوندى کيږى. ۳هغوئ پطروس او يوحنا ګرفتار کړل او په قېدخانه کښې يې تر بلې ورځې واچول، ځکه چې ماښام وو. ۴خو ډېرو کسانو چې دا کلام واورېدو، ايمان يې راوړو او د سړو شمېر تقريباً پينځۀ زره کسانو ته ورسېدو. ۵په بله ورځ حاکمان، مشران او د شرعې عالمان په يروشلم کښې راجمع شول، ۶مشر اِمام اناس او کائفس، يوحنا او سکندر او ورسره د مشر اِمام د خاندان نور خلق هم هلته وُو. ۷هغوئ پطروس او يوحنا د هغوئ وړاندې راوستل او تپوسونه يې ترې وکړل چې، ”تاسو په کوم طاقت يا د چا په نوم دا کار کړے دے؟“ ۸بيا پطروس له روحُ القُدس نه معمور شو او هغوئ ته يې ووئيل، ”اے د خلقو حاکمانو او مشرانو. ۹کۀ چرې نن زمونږ نه د هغه نېک کار تپوسونه کوئ چې د هغه ګوډ سړى سره مو څۀ کړى دى او دا تپوس کوئ چې هغه څنګه روغ شو، ۱۰نو په دې پوهه شئ تاسو او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو چې، دا سړے ستاسو په وړاندې د عيسىٰ مسيح ناصرى د نوم په وسيله روغ ولاړ دے، څوک چې تاسو په سولۍ کړو خو خُدائ پاک هغه د مړو نه بيا راژوندے کړو. ۱۱دا عيسىٰ ”هغه کاڼے دے چې تاسو ګِلکارانو رد کړے وو او هغه د ګوټ سر کاڼے شو.“ ۱۲د بل هيچا په وسيله خلاصون نشته ځکه چې په ټوله دُنيا کښې بل نوم هيچا ته نۀ دے ورکړے شوے چې په هغې مونږ خلاصون ومومو.“ ۱۳کله چې دوئ د پطروس او يوحنا زړۀ ورتيا وليدله او دا هم ورته معلومه شوه چې دوئ عام او بې‌علمه خلق وُو، نو هغوئ حېران شول او وې پېژندل چې دا د عيسىٰ ملګرى وُو. ۱۴خو چې هغوئ هغه سړے روغ جوړ د دوئ سره ولاړ وليدلو نو هغوئ سره د دې خلاف د وئيلو هيڅ نۀ وو. ۱۵نو هغوئ ورته حُکم ورکړو چې د جرګې نه وځئ او بيا يې په خپل مينځ کښې په دې صلاح مشوره شروع کړه. ۱۶هغوئ ووئيل چې، ”مونږ دې سړو سره څۀ وکړو؟ ځکه چې په يروشلم کښې هر چا ته پته ده چې يوه نا آشنا معجزه دوئ کړې ده او مونږ د دې نه اِنکار نۀ شو کولے. ۱۷خو د دې دپاره چې په خلقو کښې دا خبره نوره خوره نۀ شى، مونږ ته په کار دى چې دې سړو ته خبردارے ورکړو چې نور به په دغه نوم د هيچا سره خبرې نۀ کوى.“ ۱۸بيا يې هغوئ دننه راوبلل او حُکم يې ورکړو چې، ”د عيسىٰ په نوم به هيڅ قسم خبرې يا تعليم نۀ ورکوئ.“ ۱۹خو پطروس او يوحنا هغوئ ته په جواب کښې ووئيل، ”تاسو په خپله اِنصاف وکړئ چې ولې د خُدائ پاک په نظر کښې دا خبره ټيک ده چې مونږ د هغۀ په ځائ ستاسو ومنو. ۲۰مونږ د هغه څۀ په حقله د وئيلو نه نۀ شُو منع کېدے څۀ چې مونږ ليدلى او اورېدلى دى.“ ۲۱په دوېم ځل يې سخت خبردارے ورکړو او پرې يې ښودل. هغوئ دا فېصله ونۀ کړے شوه چې دوئ ته څنګه سزا ورکړى، ځکه چې ټولو خلقو په هغه شوى کار د خُدائ پاک ثنا وئيله. ۲۲نو چې کوم سړى ته په مُعجزانه طور شفا مِلاو شوې وه د هغۀ عُمر د څلوېښتو کالو نه زيات وو.

د ايماندارانو د زړۀ ورتيا دپاره دُعا

۲۳کله چې پطروس او يوحنا آزاد کړے شول نو هغوئ خپلو ملګرو له لاړل او هغه هر څۀ يې ورته ووئيل څۀ چې مشرانو اِمامانو او مشرانو هغوئ ته وئيلى وُو. ۲۴کله چې هغوئ دا واورېدل نو هغوئ په جمع په اوچت آواز خُدائ پاک ته دُعا وکړه او وئ وئيل، ”اے مالِکه، د زمکې آسمان او سمندر او هر څۀ چې په دې کښې دى د هغې خالقه، ۲۵دا تا د روحُ القُدس په وسيله زمونږ د نيکۀ داؤد په خولۀ فرمائيلى وُو چې، ”قومونه ولې په قهر شول او اُمتونه ولې بې‌فائدې سازشونه کوى؟ ۲۶د دُنيا بادشاهان راپورته شول او حاکمان د مالِک خلاف او د هغۀ د مسيح په خلاف يو ځائ شول.“ ۲۷په حقيقت کښې په دې ښار کښې هيروديس او پنطوس پيلاطوس دواړه د غېر يهودى قومونو او د بنى اِسرائيلو خلقو سره ستا د پاک خادِم عيسىٰ چې تا مسح کړے دے، خلاف يو ځائ شول، ۲۸چې هغه هر څۀ وکړى کوم چې ستا د لاس لاندې او ستا په حُکم د مخکښې نه مقرر شوى وُو. ۲۹او اوس اے مالِکه، د هغوئ دهمکيانو ته غور وکړه او خپلو خادِمانو ته پوره زړۀ ورتيا ورکړه چې ستا کلام بيان کړى. ۳۰خپل لاس راوږد کړه چې شفا ورکړى او معجزې نښې او عجيبه کارونه ستا د پاک خادِم عيسىٰ د نوم په وسيله وکړى.“ ۳۱کله چې هغوئ دُعا وکړه نو په کوم کور کښې چې هغوئ راغونډ شوى وُو، هغه وجړقېدلو او هغوئ ټول په روحُ القُدس معمور شول او د خُدائ پاک کلام يې په زړۀ ورتيا بيان کړو.

د ايماندارانو يووالے

۳۲ټول ايمانداران په يو زړۀ وو او چا هم دا دعوىٰ نۀ کوله چې دا د هغوئ ملکيت دے بلکې هغوئ سره چې څۀ هم وو هغه يې شريک کړل. ۳۳په ډېر لوئ قدرت سره رسولانو د مالِک عيسىٰ د بيا راژوندى کېدو ګواهى ورکوله او په هغوئ ټولو باندې د خُدائ پاک لوئ برکت وو. ۳۴په هغوئ کښې يو کس هم حاجتمند پاتې نۀ وو ځکه چې د چا سره چې کور يا جائيداد وو هغه يې خرڅ کړل او د هغې قيمت يې راوړلو، ۳۵او د رسولانو په حضور کښې به يې پېش کولو. بيا هغه پېسې به يې هر هغه چا ته ورکولې د چا به چې ضرورت وو. ۳۶نو يوسف نومې يو ليوى وو چې د قبرص اوسېدونکے وو او رسولانو به ورته برنباس وئيلو چې معنىٰ يې ډاډ ورکوونکے دے. ۳۷او هغۀ خپل څۀ جائيداد خرڅ کړو. او د هغې قيمت يې راوړو او هغه يې د رسولانو په حضور کښې پېش کړو.