۰:۰۰ / ۰:۰۰
بل څپرکۍ

تیتوس ته د پولوس رسول لیک

درېم فصل

د مسیحیانو دپاره نصیحت او خبرداری

۱ ایماندارانو ته ور په یاد کړه چې د حاکمانو او د واک د خاوندانو تابعداري او د هغوی اطاعت دې کوي او د هر نېک کار دپاره دې تیار اوسي. ۲ هغوی ته ووایه چې د هېچا په هکله دې بد نه وایي او شخړه دې نه کوي، بلکې نرم مزاجه او د ټولو خلکو په وړاندې دې باادبه اوسي. ۳ ځکه چې مونږ هم یو وخت ناپوهه، نافرمانه، بې‌لارې او د هر ډول نفساني غوښتنو او عیاشیو غلامان وو او په کينې او بخیلتوب کې مو خپل ژوند کاوه. نورو زمونږ نه کرکه کوله او مونږ د نورو نه. ۴ خو کله چې زمونږ د خلاصوونکي خدای مهرباني او مینه ښکاره شوه، ۵ هغه مونږ ته خلاصون راکړ، خو نه د هغو نېکو کارونو له امله چې مونږ کړي وو، بلکې د هغه د رحم په وسیله مو تر‌لاسه کړ او روح القدس د وینځلو په وسیله مونږ ته نوی زېږون او نوی ژوند راکړ. ۶ هغه زمونږ د خلاصوونکي عیسی مسیح په وسیله روح القدس په پرېمانه توګه په مونږ باندې نازل کړ، ۷ ترڅو د هغه د فضل په وسیله عادل وګڼل شو او د هغې هیلې له مخې چې مونږ یې لرو، د تلپاتې ژوندون وارثان شو. ۸ دا خبره رښتیا ده.

زه غواړم چې ته په دې باندې ټینګار وکړې، ترڅو هغه خلک چې په خدای باندې ایمان لري، دې ته پام وکړي چې خپل ځانونه نېکو کارونو ته وقف کړي. دا شیان ډېر ښه او د خلکو دپاره ګټور دي. ۹ خو د شجرو په هکله د کم‌عقلتوب بحثونو، بې‌اتفاقۍ او د شریعت په اړه د شخړو څخه ځان وساته، ځکه چې هغه بې‌ګټې او بې‌ارزښته دي. ۱۰ که چېرې یو کس بې‌اتفاقۍ ته لمن وهي، نو هغه ته یوځل یا دوه ځلې خبرداری ورکړه او نور ورسره کار مه لره. ۱۱ ځکه چې ته پوهېږې چې هغه کس بې‌لارې شوی دی او د هغه ګناه هغه ملامتوي.

وروستنۍ لارښوونې او سلامونه

۱۲ کله چې زه ارتیماس یا تیخیکاس تاته درولېږم، نو ډېر کوښښ وکړه چې زر خپل ځان د نیکوپولیس ښار ته راورسوې او ماته راشه، ځکه چې ما پرېکړه کړې ده چې ژمی هلته تېر کړم. ۱۳ د زیناس وکیل او اپولوس سره مرسته وکړه چې زر تر زره خپل سفر ته دوام ورکړي او ګورئ چې هغوی کوم شي ته اړتیا ونه لري. ۱۴ زمونږ خلک دې دا زده کړي چې خپل ځانونه نېکو کارونو ته وقف کړي، ترڅو د خلکو بیړنۍ اړتیاوې پوره کړي او د هغوی ژوند بې‌ګټې نه شي.

۱۵ هغه ټول کسان چې زما سره دي، تاته سلام وایي. هغو کسانو ته هم زما سلامونه ووایه چې زمونږ سره مینه لري او زمونږ سره په ایمان کې شریک دي. په تاسو ټولو دې د خدای فضل وي.

بل څپرکۍ