۰:۰۰ / ۰:۰۰
فصل بعدی

تیتوس ته د پولوس رسول لیک

درېم فصل

د مسیحیانو دپاره نصیحت او خبرداری

۱ایماندارانو ته ور په یاد کړه چې د حاکمانو او د واک د خاوندانو تابعداري او د هغوی اطاعت دې کوي او د هر نېک کار دپاره دې تیار اوسي. ۲هغوی ته ووایه چې د هېچا په هکله دې بد نه وایي او شخړه دې نه کوي، بلکې نرم مزاجه او د ټولو خلکو په وړاندې دې باادبه اوسي. ۳ځکه چې مونږ هم یو وخت ناپوهه، نافرمانه، بې‌لارې او د هر ډول نفساني غوښتنو او عیاشیو غلامان وو او په کينې او بخیلتوب کې مو خپل ژوند کاوه. نورو زمونږ نه کرکه کوله او مونږ د نورو نه. ۴خو کله چې زمونږ د خلاصوونکي خدای مهرباني او مینه ښکاره شوه، ۵هغه مونږ ته خلاصون راکړ، خو نه د هغو نېکو کارونو له امله چې مونږ کړي وو، بلکې د هغه د رحم په وسیله مو تر‌لاسه کړ او روح القدس د وینځلو په وسیله مونږ ته نوی زېږون او نوی ژوند راکړ. ۶هغه زمونږ د خلاصوونکي عیسی مسیح په وسیله روح القدس په پرېمانه توګه په مونږ باندې نازل کړ، ۷ترڅو د هغه د فضل په وسیله عادل وګڼل شو او د هغې هیلې له مخې چې مونږ یې لرو، د تلپاتې ژوندون وارثان شو. ۸دا خبره رښتیا ده.

زه غواړم چې ته په دې باندې ټینګار وکړې، ترڅو هغه خلک چې په خدای باندې ایمان لري، دې ته پام وکړي چې خپل ځانونه نېکو کارونو ته وقف کړي. دا شیان ډېر ښه او د خلکو دپاره ګټور دي. ۹خو د شجرو په هکله د کم‌عقلتوب بحثونو، بې‌اتفاقۍ او د شریعت په اړه د شخړو څخه ځان وساته، ځکه چې هغه بې‌ګټې او بې‌ارزښته دي. ۱۰که چېرې یو کس بې‌اتفاقۍ ته لمن وهي، نو هغه ته یوځل یا دوه ځلې خبرداری ورکړه او نور ورسره کار مه لره. ۱۱ځکه چې ته پوهېږې چې هغه کس بې‌لارې شوی دی او د هغه ګناه هغه ملامتوي.

وروستنۍ لارښوونې او سلامونه

۱۲کله چې زه ارتیماس یا تیخیکاس تاته درولېږم، نو ډېر کوښښ وکړه چې زر خپل ځان د نیکوپولیس ښار ته راورسوې او ماته راشه، ځکه چې ما پرېکړه کړې ده چې ژمی هلته تېر کړم. ۱۳د زیناس وکیل او اپولوس سره مرسته وکړه چې زر تر زره خپل سفر ته دوام ورکړي او ګورئ چې هغوی کوم شي ته اړتیا ونه لري. ۱۴زمونږ خلک دې دا زده کړي چې خپل ځانونه نېکو کارونو ته وقف کړي، ترڅو د خلکو بیړنۍ اړتیاوې پوره کړي او د هغوی ژوند بې‌ګټې نه شي.

۱۵هغه ټول کسان چې زما سره دي، تاته سلام وایي. هغو کسانو ته هم زما سلامونه ووایه چې زمونږ سره مینه لري او زمونږ سره په ایمان کې شریک دي. په تاسو ټولو دې د خدای فضل وي.

فصل بعدی